"د م. م د بندیزونو له نوملړه د افغان وګړو د ایستلو غوښتنه د حکومت صلاحیت دی"

د انځور حقوق FB
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بي بي سي ته وویل، له تور لیسته د افغانستان د اتباعو د ایستلو واک خپله افغانستان لري:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېڅ یو هېواد نه شي کولی چې د ملګرو ملتونو بندیزونو لست کې د افغانستان د اتباعو د نومونو د ورزیاتولو یا د هغوی د لرې کولو په اړه پرېکړه وکړی.

یاد وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې پرون روسیې، چین او پاکستان د مسکو په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لسته د طالبانو د ځینو چارواکو د نومونو د اېستلو غوښتنه وکړه.

مسکو غونډه: د بندیزونه له نوملړه د یو شمېر طالبانو نومونو ایستلو ته چمتوالی کېږي

له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

په دې غونډه کې دا راز په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د نفوذ د پراختیا په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې وه، خو دا ادعا د افغان چارواکو له خوا رد شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بي بي سي ته وویل، له دغه لسته د افغانستان د اتباعو د ایستلو واک خپله افغانستان لري:

"له افغان حکومت پرته هېڅ کومه بله مرجع د دې صلاحیت نه لري چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو لست ته د کوم افغان وګړي د نوم د ورزیاتولو او یا د هغوی د لرې کولوغوښتنه وکړي او په ځانګړې توګه د طالبانو په برخه کې هم همدا خبره ده."

د مسکو په غونډه کې د هغه څه په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې چې په افغانستان کې د داعش د نفوذ پراختیا او د دغه هېواد امنیتي وضعیت خرابېدل بلل شوي.

په دې اړه هم افغان چارواکو غبرګون ښودلی.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي وایي، دوی سږ کال د داعش د ځپلو په موخه اغېزمن ګامونه اوچت کړي:

"د ۱۳۹۵ کال په جنګي فصل کې د داعش پر بې رحمه وسله والې ډلې د ننګرهار په سویل په ځانګړي ډول په پچیره ګام ولسوالۍ کې سخت ګوزارونه شوي دي. د دوی جنګي ماشينونه يې له کاره غورځولي او ټول سناتوران خبر دي چې عملیات اوس هم دوام لري."

په وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې هېواد د نژدې کېدو په اړه بحثونه تاوده شوي دي.

د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو

کابل مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه اندېښمنوونکې بللې

د انځور حقوق .
Image caption وړاندې، امریکایي چاروکو ویلي وو، روسیه له طالبانو سره د ژورو اړیکو د ټینګولو په حال کې ده، خو وروسته بیا مسکو او تهران دا ادعا رد کړه.

وړاندې، امریکایي چاروکو ویلي وو، روسیه له طالبانو سره د ژورو اړیکو د ټینګولو په حال کې ده، خو وروسته بیا مسکو او تهران دا ادعا رد کړه.

روسي او ایراني چارواکو ویلي، دوی په افغانستان کې د خپلو اتباعو د امنیت، د افغانستان د سولې د بهیر د پياوړي کولو او د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه اړیکې ټینګې کړې دي.

ورته مطالب