د کابل هوا ککړتیا د انځور په ژبه

د کابل هوا په وروستیو میاشتو او په ځانګړې توګه وروستیو اونیو کې ډېره ککړه شوې او ددې ښار ډېرو اوسېدونکو غږ یې پورته کړی. د ژمي موسم پیلېدو او د برېښنا پرې کېدو ډېروالي سره، د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو په څېر سون توکو کارول ډېرېږي. له خټینو سړکونو او کوڅو هم د موټرو د تګ راتګ له امله دوړې او خاورې هوا ته پورته کېږي. سربېره پردې له ثور/غویي میاشتې راهیسې تراوسه دومره باران هم نه دی شوی.

د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption کابل کې د هوا ککړتیا دقیقه کچه څرګنده نه ده، خو د ځینو راپورونو له مخې دا ښار د نړۍ د ککړو پلازمېنو په ډله کې دی
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption په ژمي کې د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو سوځول په دغه موسم کې د هوا ککړتیا له عمده عواملو ګڼل کېږي
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption کتونکي په دې باور دي چې کابل کې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د دولت هځو دومره اغېزه نه ده کړې
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption که څه هم دولت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې د کابل شنې سیمې پراخې کړي، خو دا کار تر ډېره په ښار پورې محدود و او ورڅېرمه غرونو او دښتو کې دا کار نه دی شوی
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption د افغانستان دولت د هوا ککړتیا کنټرول او د ژوند چاپیریال ساتنې لپاره په ۱۳۸۴ کال کې د "چاپیریال ساتنې ملي ادارې" په نوم یوه اداره جوړه کړه
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption دغې ادارې تېر کال ۱۲۰۲ کارکوونکي او له ۲۵۰ میلیونه افغانیو ډېره بودیجه درلوده
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په خپل کلني راپور کې عمدتا اداري، تدارکاتي او مالي مسایل یاد کړي، خو په هغې کې یې د هېواد هوا حالت ارزونه نه ده کړې
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کاري ظرفیت او تجهیزاتو کموالی خپلې بنسټیزې ستونزې بولي
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption کتونکي په دې باور دي چې د هوا ککړتیا کنټرول لپاره د افغانستان دولت وړتیا د قناعت وړ نه ده
د انځور حقوق Meshkinghalam
Image caption افغانستان کې د برېښنا ډېرېدل او د هوا ککړوونکو توو پر کارونې بندیز، د زړو موټرو د تګ راتګ مخنیوی او د شنو سیمو ډېرول د هوا ککړتیا د کنټرولولو اصلي لارې چارې بلل کېږي