ستاسې غږ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ، له ۲۰۱۶ کاله مو څه زده کړل؟

٢٠١٦ کال چې پاى ته رسېږي، څنگه و او څه مو په کې داسې زده کړل چې راتلونکى کال ترې گټه واخلئ؟

د نوي کال پرېکړه او هوډ، يو داسې دود چې تر ډېره لوېدېځ کې خپور دی، او اوس ورو ورو د نړۍ د نورو برخو ته هم غځېدلی، او ډېر خلک په کې د خپل تېر کال فعاليت، لاسته راوړنې او ستونزې ارزوي، او بيا د راتلونکي کال لپاره خپل پلان ټاکي، او د يو کلک هوډ پرېکړه هم کوي.

ستاسې غږ نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو، ٢٠١٦ کال چې پاى ته رسېږي، څنگه و او څه مو په کې داسې زده کړل چې راتلونکى کال ترې گټه واخلئ؟