عطا محمد نور: د عبدالله سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم

عطا محمد نور (ښی لور ته) او محمد اشرف غني د انځور حقوق fb
Image caption په دې وروستیو کې د عطا محمد نور او محمد اشرف غني ترمنځ د واک وېش پر سر د خبرو پیلېدو وروسته ددوی اړیکې ډېرې نژدې شوې دي

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور وایي؛ دی نور په سیاسي پرېکړو کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر وړتیا باور نه لري او له همدې امله یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

د بلخ ولایت سرپرست او د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند اجرایي رییس له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي؛ عبدالله عبدالله په تېرو دوو نیمو کلونو کې ډېر کمزوری عمل کړی او نور د ښاغلي عبدالله د سیاسي پرېکړو پر کولو "بشپړ باور نه لري."

د بلخ ولایت سرپرست څرګنده کړه دا چې اجرایيه رییس د جمعیت اسلامي ګوند نه سم استازیتوب ونشوای کولی، ددې لامل چې دی پخپله د افغانستان له ولسمشر سره د واک وېش پر سر مستقیمې خبرې پیل کړي.

"ډاکټر یو ښه او پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی، اوس د هغه پر شخصیت ډېر نه غږیږو، خو دلته یې کمزورې لوبه وکړه، سم استازیتوب یې ونشوای کولی، وروسته زه اړ شوم چې وضعیت بدل کړم، او موږ خپله په مستقیم ډول خبرې اترې پیل کړو."

عبدالله عبدالله تراوسه د ښاغلي نور د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو د اجراییه ریاست یوه سلاکار فاضل سنچارکي څه موده وړاندې له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي و چې ښاغلی نور د خپلو شخصي مسایلو په تړاو له دې ډلې د بانکي حسابونو ازادېدو او له تور لست نه د هغه د شرکتونو وتلو پر سر له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.

+ 'عطامحمد نور د ولایت له څوکۍ ګوښه کېږي'

+ پر غني د عبدالله نيوکې: څوک چې د بحث حوصله نه لري د ریاست وړ نه دی

عطا محمد نور چې له ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ والي په توګه کار کوي، همداراز ویلي؛ هغه په پام کې لري ترڅو د ولایت څوکۍ پرېږدي او خپلو "مذاکراتو او مبارزې" ته پلازمېنه کې دوام ورکړي.

Image caption اجراییه رییس عبدالله عبدالله (ښی لور ته) او د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور

ښاغلي نور د افغانستان د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو له کلیدي ملاتړو او د ولسمشر محمد اشرف غني له سختو مخالفینو و.

ددغو ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي واک په رسمي توګه نژدې۵۰/۵۰ ووېشل شو او ځینې څېرې، ګوندونه او سیاسي ډلې ددوی ترشا ودرېدې. له ډېرې مودې راهیسې د ښاغلي عبدالله ځینې ملاتړي چې ښاغلی نور یې په سر کې دی، شکایت لري چې عبدالله د واک وېش تړون عملي کېدو لپاره "اراده یا لازم توان" نه لري.

په دې وروستیو کې د عطا محمد نور او محمد اشرف غني ترمنځ د واک وېش پر سر د خبرو پیلېدو وروسته اړیکې ډېرې نژدې شوې دي.

ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د کار تر پیلولو وروسته د لومړي ځل لپاره د قوس/لیندۍ په ۹مه مزار شریف ته لاړ او د بلخ ولایت سرپرست لخوا یې تود هرکلی وشو.

ورته مطالب