د کابل چاپیریال ککړتیا په تړاو د ملي شورا غړو اعتراض

کابل د انځور حقوق .
Image caption د کابل هوا ککړتیا کره کچه معلومه نه ده، خو دا د نړۍ له ډېرو ککړو پلازمېنو یوه بلل کېږي

د افغانستان ملي شورا یو شمېر غړو د پلازمېنې کابل پر ککړه هوا او چاپېریال د اعتراض لپاره غونډه وکړه او د چاپېریال ساتنې له چارواکو یې وغوښتل، چې دې لړ کې عملي ګامونه واخلي.

دوی شکایت کاوه، داسې حال کې، چې ککړه هوا هر کال د نژدې درېیو زرو ښاریانو د مړینې لامل کېږي، حکومت د ښار پاکوالي مبارزې کې جدي اقدامات نه دي کړي.

د انځور حقوق FAWZIA KOOFI
Image caption د هوا ککړتیا په تړاو د ملي شورا غړو اعتراض

د لاریون یوې ګډونوالې او د ملي شورا غړې فوزیه کوفي بي بي سي ته وویل، 'د غونډې هدف د ښاري چاپيریال پاکوالي ته پام اړول او پر چارواکو دې لړ کې د فشار راوړل دي. '

هغو شعارونو کې چې د خلکو استازو له ځان سره لېږدول راغلي وو، 'موږ پاکه هوا او اوبه غواړو، د چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، د بې کیفیته سون توکو واردول د چاپیریال ککړتیا یو لامل دی، په هوا کې د ککړو ذرو ډېرېدو سره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی. '

د انځور حقوق FAWZIA KOOFI
Image caption .

کابل کې د اورښت نشتوالی او د کورونو تودولو لپاره د د ډبرو سکرو کارېدل، دا وروستیو کې د ښاري چاپیریال ککړیتا لاملونه بلل کېږي. که څه هم د کابل هوا ککړتیا کره کچه معلومه نه ده، خو ویل کېږي، چې کابل د نړۍ له ډېرو ککړو ښارونو یو دی.

دا وروستیو کې کابل ښاریانو ټولنیزو رسنیو کې د ښار ککړې هوا په تړاو ګڼ تصویرونه خپاره کړي او بحثونه یې کړي.