''افغانستان کې سړي سر عاید دېرش سلنه زیات شوی''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان بانک مشر د اقتصادي پياوړتیا د ودې او د پېسو د پړسوب د کموالي خبر ورکړ

افغانستان بانک اعلان کړی چې سږ کال د تېر کال په پرتله د سړي سر عاید دېرش سلنه زیات شوی دی.

د دغه بانک مشر په یوه خبري غونډه کې د اقتصادي پياوړتیا د ودې او د پېسو د پړسوب د کموالي خبر ورکړ.

له کابله نورګل شفق په خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان بانک ۱۳۹۵ کال له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي، د دغه کال اوږدو کې د افغانستان په خزانه کې ۴۰۰ میلیونه ډالر زیات شوي دي.

د افغانستان بانک لخوا ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې راون کال کې د افغانیو ارزښت د تېر کال پرتله ښه شوی دی او د افغانستان اقتصادي وده ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

' افغانستان کې له پرمختیا سره هم مهاله نابرابري هم ډېره شوې'

د افغانستان اقتصاد ته کتنه

د دغه بانک مشر خلیل صدیق وايي، د سر شمېرنې مرکزې ادارې د شمېر پر بنسټ په روان کال کې د سړي سر عاید کچه له شپږو سوو ډالرو نه اتو سوو ډالرو ته لوړه شوې ده.

''افغانستان کې ناخالص ملي عاید نژدې ۲۲ میلیاردو ډالرو ته رسېږي او که دا د نفوسو پر سر ووېشل شي، دا په اوسط ډول ښيي، چې سړي سر ناخالص عاید د اته سوو ډالرو په شاوخوا کې دی. ''

ښاغلی صدیق دغه راز وايي، چې د پېسو پړسوب له منفي حالته وتلی دی.

خو د اقتصاد برخې یو شمېر کار پوهان د افغانستان بانک د چارواکو څرګندونې سمې نه بولي او وايي، چې د وزګارۍ کچې زیاتوالي ته په کتو سره دا د منلو وړ نه ده، چې افغانستان دې په یوه کال کې دومره اقتصادي وده کړې وي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیهون وايي:

''زه په دې باور یم، هغه هېواد چې نژدې ۹۷ سلنه د سوداګرۍ بیلانس له کسر سره مخامخ وي، درې، څلور میلیارده ډالر د شتمنیو کلني ایستل په کې ثبت شوي وي، هغه هېواد چې بنسټونو ته درې میلیادره ډالره بډې ورکړي، له بلې خوا په افغانستان کې هېڅ ډول تولید رامنځته نه کړي او د بیو د پړسوب زیاتوالی په کې تر شل سلنې ډېر وي، زما په نظر د سړي سر عاید زیاتوالی په لسګونو منطقي دلیلونو څوک نه مني. ''

افغانستان تر ډېره یو لګښتي هېواد دی او تېر کال یې نژدې پنځه نیم میلیادره ډالره واردات لرل، په داسې حال کې، چې صادارت یې تر یو میلیارد ډالرو لږ وو.

د ځینو شمېرو پر بنسټ د افغانستان د نفوس نږدې ۴۰ سلنه برخه د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي او یو شمېر شتمنو یې شتمنۍ له دغه هېواده ایستلې دي.