اروپا ته د افغان الوتنو د بندیزونو ليرې کولو هڅې

د انځور حقوق FB
Image caption د افغانستان د هوایي ملکي چلند ادارې مرستیال قاسم وفایي وايي: "هغه اته اساسي شرطونه چې د اروپایي ټولنې لخوا د هوایي پروازونو په برخه کې افغانستان ته ایښي وو اوس مو پوره کړې دي."

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، له تور لیسته د افغان هوایي شرکتونو د ايستلو لپاره به ډېر ژر یو پلاوی اروپا ته ولاړ شي.

اروپایي ټولنه له تېرو شپږو کالو راهیسې د افغانستان هوایي شرکتونه په تور لیست کې شامل کړي دي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره زیاتوي، چې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتکو د تګ بیه به لوړه کړې او ډېر ژر به د کارګو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي د اروپایي ټولنې ډېر شرطونه یې پوره کړي دي او ډېر ژر به له اروپایي هیوادونو وغواړي چې افغان الوتکو ته اجازه ورکړي چې دغو هیوادونو ته خپل پروازونه پیل کړي.

اروپایي ټولنې افغان هوایي شرکتونه په ۲۰۱۰ کال د خوندیتوب د اصولو او قوانینو د نشتوالي او د څارنې سیسټم د نه درلودلو په وجه په تور لیست کې شامل کړل وو.

د افغانستان د هوایي ملکي چلند ادارې مرستیال قاسم وفایي وايي:

"هغه اته اساسي شرطونه چې د اروپایي ټولنې لخوا د هوایي پروازونو په برخه کې افغانستان ته ایښي وو اوس مو پوره کړې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې هوايي شرکتونه

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره به ډېر ژر یو پلاوی له لازمو اسنادو سره اروپا ته واستوي چې د بندیزونه د لیرې کولو په برخه کې د اروپایي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړي. "

په افغانستان کې اوس یو دولتي او دوه خصوصي هوایي شرکتونه فعالیت کوي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره هڅه کوي چې د عوایدو د ډېرېدو لپاره د لویدیزو او ختیزو هېوادونو لپاره هوایي مسیرونه جوړ کړي چې په دې سره به د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لارې هم لنډې شي.

ښاغلی وفایي وايي اوس د پروازونو لپاره اووه هوایي کرښې لري چې هر کال په منځني ډول ۸۳ زره الوتنې پرې کېږي او د هرې الوتنې بیه یې ۵۰۰ ډالره ده چې د افغانستان خزانې ته ځي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند وزارت مرستیال وايي په راتلونکي کال کې د هغو پروازونو بیه لوړول غواړي چې د افغانستان له فضا تېرېږي:

"سږکال به موږ د افغانستان له هوا څخه تېرېدونکې الوتنې بیه ۵۰۰ نه تر ۷۰۰ ډالرو ته لوړه کړې. مخکې زموږ د هوایي لارې عواید د ای، ټا نړیوالې ادارې له خوا راټولېده ځکه دوی ټولو هوایي شرکتونو ته لاسرسی درلوده.

د انځور حقوق Image copyrightARIANA AIRLINES
Image caption د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره په پام کې لري د کارګو اسانتیاوو په ډېرولو سره بهر ته د افغان مېوې لېږل اسان کړي.

نو هغه پیسې چې د دې ادارې له خوا راټولې شوې وي که افغانستان ته هر وخت را استول کېدې نو ۱.۶۵ مالیه به پرې راتله. موږ پلان لرو چې په راتلوونکي کال کې به هغه پیسې چې د هوا له لارې راټولېږي مستقیماً به افغانستان ته د هغه نوې سیسټم له لارې چې موږ جوړ کړی دی راځي چې په دې سره به هغه ۱،۶۵ مالیه هم د افغانستان خزانې ته ولاړه شي. "

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره په پام کې لري د کارګو اسانتیاوو په ډېرولو سره بهر ته د افغان مېوې لېږل اسان کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب