د تړل شوو ښوونځیو بېرته پرانیستلو کمپاین

د انځور حقوق FB: Matiullah Wesa
Image caption دغه رضاکاره ځوانان وايي، دوی غواړي نجونې زده کړه وکړي، کتاب او قلم ورورسېږي او په دې برخه کې باید د سیمې مشران، بانفوذه کسان او ځوانان مرسته او ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نژدې زر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي، د هېواد په سوېلي ناامنه سیمو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره ځینو ځوانانو یو کمپاین پیل کړی دی.

د "قلملار" په نامه ددغه کمپاین موخه دا ده چې په نوي ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په ناامنه او سرحدي سیمو، په تېره بیا کندهار کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.

د "قلملار" ټولنې بنسټګر او مشر مطیع الله ویسا پر خواله رسنیو هم ددغه کمپاین فعالیتونه خپروي، وايي ډېره هڅه یې دا ده چې په سرحدي سیمو کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.

کندهار کې د ښوونځيو حال

۵۵ کلن ښوونځی لا هم خپله وداني نه لري

د ښوونځیو پرانیستلو لپاره دغه کمپاین د کندهار په سرحدي سپین بولدک کې د ښوونځیو، په تېره بیا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل اړین ګڼي.

دغه رضاکاره ځوانان وايي، دوی غواړي نجونې زده کړه وکړي، کتاب او قلم ورورسېږي او په دې برخه کې باید د سیمې مشران، بانفوذه کسان او ځوانان مرسته او ګډون وکړي.

د انځور حقوق FB: Matiullah Wesa
Image caption دغه ځوانان له سیمه ییزو خلکو سره غږېږي، دوی د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته هڅوي.

قلملار لارویان اوس پر موټرسایکلونو کلي په کلي ګرځي او د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو شعارونه لېږدوي. دوی وايي، په ټول افغانستان کې یې کابو ۵۷ زره ټوکه کتابونه راغونډ کړي او تر لوستونکو پورې یې رسولي او دا لړۍ دوام لري.

عطاء الله ویسا وايي، په تېرو شپږو کلونو کې په کور دننه او بهر مېشتو افغانانو څخه تر پنځوسو زرو ډېر کتابونه راټول او په سویل او سويل ختيزو ولایتونو کې يې اووه کتابتونونه جوړ کړي دي:

"لومړی کتابتون مې په خپل کور کې جوړ کړ غوښتل مې له خپل کوره یې پیل کړم موږ غواړو په ټولو ولایتونو کې کتابتونه جوړ کړو او ځوانان وهڅو چې مطالعه وکړي."

دوی وايي، هوډ یې دا دی چې خپل کمپاین د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځوي او د مطالعې او ښوونځي لوستلو دود ته خلک ورمات کړي.

کابل کې د 'زر کتاب لوستونکې څېرې' وړیا کتابتونونه

کونړ کې د ښوونځيو حال

دغه ځوانان له سیمه ییزو خلکو سره غږېږي، دوی د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته هڅوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کندهار ښوونځي

کندهار کې ټولټال ۴۷۰ ښوونځي دي. ۱۵۰ یې بند دي.

څو میاشتې وړاندې، بي بي سي د کندهار سپین بولدک ته ورغلې وه او چې سلګونو کورنیو په خپل لګښت يوه ښوونځي ته ځمکه پېرلې او ښوونکو ته له خپله اړخه معاشونه ورکوي.

د کتاب لوستنې کلتور د دودولو او د خلکو د پوهاوي کچې د لوړاوي په موخه په هلمند، کندهار، بامیان، خوست او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان فرهنګیانو رضاکارانه فعالیتونه دوام لري.

خو افغانستان تر اوسه د زده کړو په برخه کې ډېرې ستونزې لري، لکه زده کوونکو او محصلانو ته د کتابونو کمښت، خو له دې هر څه سره بیا هم د افغان رضاکاره ځوانانو دغو هڅو علمي سرچينو ته د لوستو کسانو د لاسرسي په برخه کې هيلې راټوکولې دي.

د انځور حقوق FB: Matiullah Wesa
Image caption د "قلملار" ټولنې بنسټګر او مشر مطیع الله ویسا پر خواله رسنیو هم ددغه کمپاین فعالیتونه خپروي، وايي ډېره هڅه یې دا ده چې په سرحدي سیمو کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب