عطا محمد نور وايي که د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیالۍ وړاندیز راته وشي نه یې منم

Image caption ښاغلي نور (ښۍ خوا ته) له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د ولسمشر د لومړي مرستیال د څوکۍ وړاندیز ورته شوی

بي بي سي سره په خبرو کې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وویل که جنرال عبدالرشید دوستم له خپل مقامه لیرې شي، نو دی به یې ځای ناستی نه شي.

ښاغلي نور زیاته کړه "زه خیرات خور نه یم. هغه (جنرال دوستم) که ښه دی که خراب دی د ولسمشر لومړی مرستیال دی. که جنرال دوستم لیرې کېږي، باید یو ازبک یې ځای ناستی شي".

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د خپل یوه سیال د وهلو او تېري کولو په تور تر قضايي څار لاندې دی. د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر ښاغلي دوستم تور لګولی، چې دی یې وهلی او ربړولی دی.

له څو اونیو راهیسې د ښاغلي دوستم او ښاغلي ایشچي د دې قضیې په اړه څېړنې روانې دي چې پایله یې تر اوسه هم نه ده په ډاګه شوې.

عطا محمد نور: د عبدالله سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم

'عطامحمد نور د ولایت له څوکۍ ګوښه کېږي'

د ولسمشرۍ دفتر د ښاغلي نور د څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.

عطا محمد نور چې له ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ والي په توګه کار کوي، همداراز ویلي؛ هغه په پام کې لري ترڅو د ولایت څوکۍ پرېږدي او خپلو "مذاکراتو او مبارزې" ته پلازمېنه کې دوام ورکړي.

ښاغلي نور د افغانستان د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو له کلیدي ملاتړو او د ولسمشر محمد اشرف غني له سختو مخالفینو و.

اړونده مطالب

ورته مطالب