''د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو لړ کې روسیه اندېښنې لري''

د انځور حقوق AP
Image caption فغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا تېره میاشت غوښتي و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک، چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرو مسوولیت ورترغاړې دی، مني، چې له ګلبدین حکمتیار سره د خبرو لړ کې روسیه ځینې اندېښنې لري، خو په وینا یې ژر به د روسیې دغه اندېښنې لرې شي.

له دې مخکې امریکايۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال لیکلي و، روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان سولې په تړاو د پرېکړې مخه ډب کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا روسیې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړې چاره ځنډولې، ځکه د دغې سولې د هوکړې عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم وایستل شي.

د ښاغلي خپلواک په وینا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه د ښاغلي حکمتیار د نوم لرې کولو په لړ کې په رسمي توګه روسیې کوم محالفت نه دی کړی، خو په وینا یې بې له شکه چې دې لړ کې روسیان اندېښنې لري او په خبره یې دا د هر هېواد حق دی، چې په دې لړ کې توضیحات ورکړل شي.

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

غني او حکمتیار د سولې هوکړه لاسلیک کړه

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

ښاغلی خپلواک وايي، دې لړ کې یوازې دوو هېوادونو اندېښنې درلودې، چې فرانسه او روسیه وو، چې په خبره یې د افغان ولسمشر له لوري له لیک تر لاسه کولو وروسته د فرانسې اندېښنې لرې شوې او د جنورۍ له لسمې مخکې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کار پیلوي د روسیې اندېښنې به لرې کړل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې روسیه د ویتو حق لري او که ونه غواړي دغه پریکړه نه شي کېدای.

والسټریټ ژورنال کاږي چې د امنیت شورا غړو هېوادونو ته د داډول موضوع ګانو په اړه د پریکړې لپاره لس ورځې وخت ورکول کیږي خو روسیې ویلي د دغې موضوع په اړه د پریکړې لپاره له لسو ورځو زیات وخت ته اړتیا لري.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړې ته په دې سترګه کتل کیږي چې ښايي د طالبانو لپاره هم د سولې لاره پرانیزي.

وال سټریټ ورځپاڼه زیاتوي، د مسکو دغه ګام ته په افغانستان کې د امریکا د نفوذ د مخنیوي د یوې هڅې په سترګه کتل کیږي.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا تېره میاشت غوښتي و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

اړونده مطالب