د برېل لیک نړیواله ورځ او د افغان نابینایانو ستونزې

Image caption برېل ماشین، خو د برېښنا د کمښت او کارمندانو د نشتوالي له امله کار نه ترې اخیستل کېږي.

په افغانستان کې برېل لیک له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې دود شوی دی. په لومړیو کې نابینایانو ساده لیکني وسایل کارول خو د وخت په تېرېدلو او د نوې ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره یې عصري وسایل ترلاسه کړل.

د برېل کتابونو د چاپ او خپرولو لپاره د نابینایانو ښوونځي په انګړ کې ( د برېل ملي مطبعه) جوړه شوې، خو د کارمنانو په تېره د برېښنا د نشتوالي له امله لږ کارول شوې.

دغه ښکلي وداني د لارونیو پام ځان ته اړوي، خو که ور ننوځې وضعیت بل ډول دی.

* د کرېکټ نابینا لوبغاړي

* اوس به ړانده هم قرانکريم لوستلى شي!

د برېل لیک خپلچاری یا اتومات ماشین د خونې په یوه کونج کې اېښی، خو په خاورو او ګرد پټ دی.

دا مطبعه نږدې څلور کلونه مخکې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د مطبعې کارکوونکی جواد نادر وايي، د چاپ ماشینونو چلانولو لپاره ډېره برېښنا پکار ده. "دا مطبعه باید لږ تر لږه ۳۵ کسان ولري، خو تراوسه یې نه لري، مسلکي او تخنیکي کارکوونکي هم هیڅ نشته. "

د مطبعې په څنګ کې د نابینایانو ښوونځي کوچنۍ برخه د برېل لیک کتابونه خپروي او چاپوي. په دې ښوونځي کې له کلونو راهیسې چاپ ماشینونه شته، خو په وروستیو کې درې نوي ماشینونه هم ور سره مرسته شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې نږدې نیم میلیون افغانان د نابینايي له ستونزو رنځېږي.

Image caption برېل لیک ځیږ وي او د ګوتو په اېښودلو سره لوستلی شي.

خو یواځې شل سلنه نابینایان د دوی لپاره د ځانګړي برېل لیک د کارولو اسانتیاوې لري. دا ښوونیزه اداره له دوو سوو ډېر نابینا زدکوونکي لري.

د نابینایانو ښوونځي مدیر خواجه کبیر صدیقي وايي، د دې ښوونځي د درسي کتابونو نږدې ۷۰ سلنه اړتیاوې په دغو چاپ ماشینونو سره پوره کوي.

د دغه ښوونځي د لسم ټولګي زدکوونکې هدیه وايي، له لومړي ټولګي یې دلته زدکړې پیل کړې ده.

هغه زیاتوي، په نورو هېوادونو کې له لومړي ټولګي او ان د ښوونځي پړاو له پیلېدلو مخکې ړندو ماشومانو ته برېل لیک ښودل کېږي.

"د نورو هېوادونو تر نابینا زدکوونکو دلته خورا کمې اسانتیاوې دي. د ړندو لپاره ځانګړې او نوې ټیکنالوجي دلته هیڅ نشته او یا هم ډېره کمه ده. ګوته په شمېر زدکوونکي دا ټیکنالوجي ته لاسرسی لري. د مثال په ډول په خواله رسنیو کې د اړیکو لپاره ټیکنالوجي کارول، په سړکونو کې د برېل لیک لارې، د نابینایانو لپاره په پلورنځیو کې پر توکو ځانګړې نښې او داسې نورې اسانتیاوې".

* افغانستان کې نیم میلیون کسان ړانده دي

* نوې درملنه: څنګه له ړندو سره مرسته کوي؟

پر نابینایانو ښوونځي سربېره ځینې خصوصي ادارې هم په برېل لیک سره د ړندو ماشومانو ښوونه او روزنه کوي.

په دوی کې یو خاوند او مېرمن هم دا ډول بنسټ لري او د نابینا ماشومانو لپاره د ځانګړو وسایلو له لارې دوی ته لیکل لوستل او د موسیقي له لارې الفبا ور زده کوي.

د دې بنسټ مشره بنفشه یعقوبي چې پخپله او خاوند یې هم ړوند دی وايي، تر ۱۰۰ پورې زدکوونکي په دغه مرکز کې وړیا روزي، خو کم امکانات لري. په دې مرکز کې یواځې د برېل لیک د چاپ یو ماشین شته.

Image caption ځینې خصوصي بنسټونه هم د ړندو لپاره روزنیزې پروګرامونه لري.

د کابل له نابینایانو ښوونځي نږدې ۱۰ تر ۱۵ پورې زدکوونکي هر کال فارغېږي، خو پوهنتونونو ته تلل یې لا هم بلا ډېرې ستونزې لري. ځکه په لوړو زدکړو کې د دوی لپاره په برېل لیک سره د درسي موادو د چاپ او خپرېدلو اسانتیاوې نشته.

دغه زدکوونکي د استادانو درس ریکارډوي او بیا یې اوري او زدکوي.

برېل ځیږ لیک دی، چې په مټ یې ړانده لیکل او لوستل کولی شي. د برېل معیاري لیک د دوو درې نقطه يي ستونو په چوکاټ کې له شپږو ټکو جوړ دی. د دې ټکو له ترکیبه په هره ژبه کې مختلف توري جوړېږي. پر پاڼه ځیږه ټکي په ګوتو سره لمس او لوستل کېږي.

لوییس برېل یا لويي برېل نږدې درې پېړۍ وړاندې د برېل لیک په پنځولو سره نابینایانو ته د لیکلو او لوستلو لار برابره کړه. هغه د فرانسې و او خپله هم نابینا و. لوییس برېل پر ۱۸۵۳ کال د نري رنځ له امله مړ شو.

د جنورۍ څلورمه هر کال د نوموړي په یاد د برېل نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي.

Image caption په پوهنتونونو کې د نابینا زدکوونکو لپاره د برېل اسانتیاوې نشته، دوی د استادانو درس ریکارډوي بیا یې له ځان سره یادوي.