د عبدالرشید دوستم په اړه د عطا محمد نور څرګندونو وروسته غبرګونونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي نور د افغانستان د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو له مهمو ملاتړو او د ولسمشر محمد اشرف غني له سختو مخالفینو و.

له بي بي سي سره د افغانستان د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور وروستیو خبرو د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي مرستیال دفتر د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور له قوله هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د څوکۍ په اړه وې.

له بي بي سي سره د مرکې په یوه برخه کې ښاغلي نور ویلي، د یوه کس له خوا ورنه پوښتل شوي که جنرال دوستم استعفا ورکړی، دی د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته لیوالتیا لري؟

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په غبرګون کې ویلي؛ "د لومړۍ مرستیالۍ په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ له ادرسه خبرې نه دي شوي او دا موضوع د بحث وړ هم نه ده."

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او ارګ ته نژدې دوو جلا سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي ول چې ښاغلي نور ته په یوه ډول د لومړۍ مرستیالۍ د څوکۍ وړاندیز شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي نور په خپلو خبرو کې زیاته کړه که پر ښاغلي دوستم لګېدلي تورونه سم وي، نو غوره لاره دا ده چې استعفا وکړي

خو خپله د عطا محمد نور دفتر هم اوس وايي چې د هغه د خبرو ناسم تعبير شوی دی.

+ عطا محمد نور وايي که د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیالۍ وړاندیز راته وشي نه یې منم

+ عطا محمد نور: د عبدالله سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم

دا بحثونه په داسې وخت کې راپورته شوي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی او له بلي خوا د ولسمشر د دفتر او عطا محمد نور ترمنځ د يوه سياسي جوړجاړي په اړه خبرې اترې روانې دي.

ښاغلي نور په خپلو خبرو کې زیاته کړه که پر ښاغلي دوستم لګېدلي تورونه سم وي، نو غوره لاره دا ده چې استعفا وکړي او پرځای یې د ازبک قوم یو بل غړی وټاکل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت بابر فرهمند په خپل توند غبرګون کې ویلي؛ "موږ د هغه وړاندیز ته چې د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه یې کړی هیڅ اعتنا نه کوو او ارزښت نه ورکوو."

ښاغلي فرهمند پر خپلې فیسبوک پاڼې زیاته کړې؛ "خلک ډېر ښه پوهېږي چې ښاغلي نور د خپلې اوبو راوړې مالي سرچینو تر بندېدو وروسته اړ شوی له ارګ سره خبرې وکړي؛ هغه هېڅکله تر خپلې شخصي ګټې پورته د څه شي په اړه فکر نه دی کړی."

عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور د افغانستان په شمال کې له سیاسي سیالیانو ګڼل کېږي.

په دې وروستیو کې د عطا محمد نور او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د واک د وېش پر سر د خبرو پیلېدو وروسته اړیکې نژدې شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب