نړیوال ځواکونه د افغانستان په نوې "لویه لوبه" کې خپل زور ازمويي

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت څپڅپاند دی.

د افغانستان سټراټیجیک وضعیت بدليږي، ځکه سیمه ییز هېوادونه له طالبانو سره اړیکي جوړوي او داسې ښکاري چې د یوې نوې لویې لوبې (Great Game) په لړ کې په خپلمنځي سیالۍ کي بوخت دي او هڅه کوي چې خپل رول او نفوذ ډېر او د بل لږ کړي.

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ تر یرغل پنځلس کاله وروسته د نفوذ د ډېرولو یوه داسې مقابله پر سختېدو ده، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ د پیل او د ۱۹۸۰مو کلونو رقابت ته ورته ده. له دې سره له مخکې څخه نازک امنیتي حالت نور هم پېچلی شوی دی.

په سټراټیجیک موقعیت لرونکي افغانستان کې تر ټولو مهم خنډ، شک او بې باوري ده، چې له کبله یې ټوله سیمه ورسره بې ثباته کېدلای شي.

پر پاکستان، چې د طالبانو اصلي ملاتړی ګڼل کېږي، تور دی چې دوه مخې لوبه کوي، خو افغان او لوېدیځ چارواکي او همدا راز د طالبانو سرچینو هم، د تېرو څو کلونو پرمهال له ایران سره د طالبانو د پټو اړیکو په اړه څرګندونې کړي دي.

په وروستیو کې دا جوته شوې ده چې له طالبانو سره د روسیې اړیکي هم تودېږي.

د انځور حقوق EFP
Image caption شوروي ځواکونه په ۱۹۸۸ کال کې له افغانستانه ووتل، خو اوس روسیه له طالبانو سره تماسونه لري.

په افغانستان کې مشر امریکايي قومندان، جنرال جان نیکلسن، په ډسمبر میاشت کې پر روسیې او ایران نیوکه وکړه چې له طالبانو سره یې اړیکي ټینګ کړي دي. دغو دواړو هېوادونو څو ورځې وروسته خپله هم ومنله چې له طالبانو سره په "تماس" کې دي.

امریکا هم په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره د تماسونو د نیولو هڅې کړې، خو هغو هلو ځلو افغانستان ته سوله را نه وستلای شوه.

* په افغانستان کې د طالبانو جګړې ولې زور اخيستی؟

* ايا د افغان طالبانو خپل منځي اختلاف پر ورکېدو دى؟

* په افغانستان کې د "اسلامي دولت" او "اسلامي امارت" جګړه

ځینې سیمه ییز هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه او ایران، پر امریکا او ملګرو یې نیوکه کوي چې په افغانستان کې د خپلو اصلي هدفونو، د اورپکۍ او نشه يي توکو ختمولو ته په رسېدو کې "ناکام" شوي دي.

د دغو سیمه ییزو ایتلافونو بدلون درې لوی سببونه لري:

ـ په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومي ډلې راټوکېدل

ـ د نوي افغان حکومت دریځ او تګلاره

ـ د امریکا او سیمه ییزو لوبغاړو، لکه روسیې، چین، ایران او پاکستان، ترینګلتیا

د انځور حقوق AP
Image caption جنرال جان نېکلسن ( ښي لور ته) له طالبانو سره د اړیکو له امله پر روسیې او ایران نیوکه وکړه.

د اسلامي دولت بېره

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې راټوکېدو، چې د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې یې د خراسان په نامه د خپل ولایت د جوړېدو اعلان وکړی، روسیې او ایران ته دا موقع په لاس ورکړه چې له طالبانو سره "تماس" ټینګ کړي.

په افغانستان کې د امریکا لږېدونکي پوځي رول او د طالبانو د فعالیتونو ډېرېدو هم، د سیمي په هېوادونو کې د یوه داسې احساس رامنځ ته کېدو ته لار هواره کړه چې د افغانستان برخلیک د چور کېدو لپاره تیار پروت دی.

په کابل کې په مرکزي حکومت کې خپلمنځي سیاسي شخړو هم، په هېواد کې د ننه او بهر د سیاسي ثبات په اړه اندېښنې راپورته کړې.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او همدا راز د چین د سینکیانګ سیمې ته څېرمه پراته دي، د اورپکۍ د خپرېدو له کبله په روسیه او دغو هېوادونو کې د خطر زنګونه ډېر شول.

په روسیه، ایران او چین کې توطیوي نظرونه (Conspiracy Theories) ښيي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله، د امریکا او لوېدیځو هېوادونو زېږنده (تخلیق) ده، چې هدف یې د دوی د هېوادونو ناامنه کول دي.

د اسلامي دولت ډلې راپورته کېدو، د طالبانو د برلاسي لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړه، خو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه یې، چې له اسلامي دولت څخه په بېره کي دي، وهڅول چې تګلارې بدلې کړي او له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت په ځینو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې د ځپلو دعوه کوي. افغان پولیسو د دې ډلې ځینې ادعا شوي غړي تر نیولو وروسته په کتار کې درولي.

روسیه او له طالبانو سره اړیکي

د طالبانو په اړه د خپل دریځ نرمول د روسیې لپاره یو داسې ډراماټیک بدلون دی، چې تمه یې نه کېده. مسکو ډېر کلونه د طالبانو مخالفت کوی، دوی یې ترهګر بلل او د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنۍ جګړې پر مهال یې د طالبانو ضد "شمالي ټلوالې" ملاتړ کوی.

خو د اسلامي دولت ډلې په بڼه کې له ګډ دښمن سره تر مخ کېدلو وروسته، روسیې خپل نظر بدل کړی.

یوه جګپوړي روسي ډيپلوماټ د ۲۰۱۵ م کال په ډسمبر کې په ډاګه کړه چې "د داعش پرضد جګړه کې د طالبانو ګټې زموږ له ګټو سره سمون خوري".

او دا هم چې د دغه هېواد او طالبان "د معلوماتو د تبادله کولو لپاره چینلونه یا لارې لري".

* افغانستان کې د ايران رول او تگلاره

* "که افغانستان کې بيا ګډوډي جوړه شوه نو زلزله به راولي"

د طالبانو سرچینو هم تایید کړې چې د تېرو دوو کلونو پرمهال د دوی استازو له روسانو سره په روسیه کې د ننه او "نورو هېوادونو" کې لیدلي دي.

خو په افغانستان کې د روسیې اوسني فعال او پرېکنده رول ته د یوه داسې ټاکټیک په نظر کتل کېدای شي، چې غواړي له دې لارې پر امریکا فشار راوړي او په سیمه کې خپل رول او نفوذ ډېر کړي.

له طالبانو سره د روسیې او ایران تماسونه ښايي له پاکستان سره هم مرسته وکړي، چې هغه نړیوال فشار کم او تقسیم کړي، چې د طالبانو د مشرانو د کوربتوب له کبله پرې شته.

د انځور حقوق AP
Image caption ایران او ملګري یې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کوي.

ایران او د طالبانو جوړښت

له اسلامي دولت ډلې سره دښمنۍ، سني طالبان خپل تاریخي مخالف، ایران ته نژدې کړل، چې شیعه ځواک دی او مذهبي رژیم یې پخوا افغان طالبانو ته د یوه لوی خطر په سترګه کتل.

ایران هم د روسیې په څېر په ۱۹۹۰ مو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ کوی. تهران د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف سره همکاري وکړه، چې د طالبانو حکومت ړنګ کړي.

خو د طالبانو سرچینې وايي چې پر همدې مهال ایران دوی ته یو پیغام ولېږی چې د امریکا پر ضد د دوی ملاتړ ته چمتو دی.

په افغانستان کې چې کله د طالبانو جګړې زور واخیستی، نو ایران په ښکاره د امریکا ملاتړ لرونکي افغان حکومت سره همکاري ښودله، خو د رپوټونو له مخې یې له طالبانو سره هم یو تماس درلودی.

د اسلامي دولت ډلې (چې شیعه یان، مسلمانان نه ګڼي) له را ټوکېدو راهیسې د تهران او طالبانو اړیکې ژورې شوې دي.

په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی، د ۲۰۱۵ م کال د مې میاشت په منځ کې ایران ته ولاړی، چې هلته دواړو غاړو د نورو مسلو ترڅنګ، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور، د رپوټونو له مخې له ایران څخه بېرته پاکستان ته راغلی و، چې کله د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د یوې بې پیلوته الوتکې (بزبزکي) په برید کې ووژل شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ځواکونو د طالبانو او اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان "نامتوازنه" بهرنۍ تګلاره

د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې جوړ شوي نوي افغان حکومت بهرنۍ تګلارې هم سیاسي محاسبې بدلې کړې دي. په روسیه، چین او ایران کې سخته دریځه چارواکي، په افغانستان کې د ولسمشر غني حکومت ته د شک په سترګه ګوري او داسې ګڼي چې له ورپېښو امنیتي ستونزو سره د مقابلې وړتیا نه لري.

دوی دا فکر هم کوي چې ښاغلی غني، د مخکېني افغان ولسمشر، حامد کرزي په پرتله امریکا ته ډېر نژدې دی.

د ولسمشرغني ځینې پرېکړو هم، په سیمه ییزو هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.

ښاغلي غني تر ولسمشر کېدو سم لاسي وروسته وویل، له پاکستان سره د اړیکو ښه والی یې یو مهم لومړیتوب دی.

نوموړي هندوستان ته شا کړه، چې د پاکستان مهم مخالف دی، خو د افغانستان دودیز همکار دی او له بلې خوا یې د اسلام اباد د خوشالولو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړل.

خو دغه جوړجاړی په یوه کال کې د ننه دړې وړې شو او کابل او اسلام اباد بېرته یو پر بل د تورونو لګول او لفظي جګړه پیل کړه.

* د گوانتانامو د خوشي شويو زندانيانو نکلونه

* طالبانو د بنديانو تبادلې لپاره امريکا سره خبرې کړي

ولسمشر غني تر دې وروسته له هندوستان سره د افغانستان نژدې ملګرتیا بېرته تازه کړه او څو ځله خو یې په هندوستان کې د خبرو پر مهال داسې ښودله چې پاکستان ته پېغورونه (طعنې) ورکوي.

د ولسمشر غني حکومت، په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو شیعه حوثي جنګیالیو پرضد، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ملاتړ هم اعلان کړی. دا ګام په تهران کې ښه ونه ګڼل شو.

دغه سیمه ییز رقابتونه، د راتلونکو امکاني ستونزو او شخړو کچه او بڼه جوتوي.

د انځور حقوق AP
Image caption له طالبانو سره خبرو تراوسه سوله را نه وستله.

ایا طالبان د یوه کوتک په توګه کارول کېږي؟

افغان طالبان تر ډېره په پاکستان کې د دوی پر ملاتړ متکي دي او ویل کېږي چې د دوی مشران هم هلته اوسېږي.

په افغانستان کې اوس داسې اندېښنې پر ډېرېدو دي چې هېوادونه، طالبان پر درې ډوله د یوه کوتک (سوټي) په توګه کاروي:

ـ پر افغان حکومت او د هغه پر امریکا/ ناټو ملګرو فشار اچول

ـ د هېوادونو خپل انفرادي نفوذ ډېرول

ـ په سیمه ییزه سیالۍ کې د هېوادونو له خوا یوه او بل ته ماتې ورکول

طالبان په سیمه کې د خپلو اړیکو پراختیا او ډېرېدونکی ډيپلوماتیک فعالیت، د خپلې مبارزې د روایښت (مشروعیت) ثبوت بولي. دا له ځینو اړخونو دوی ته تر مادي مرستې هم ډېر اهمیت لري.

طالبان، له دغو هېوادونو په عمومي ډول غواړي چې له بهرنیو ځواکونو څخه دې د افغانستان په خلاصولو کې مرسته ورسره وکړي.

طالبانو د دې په بدل کې لاندې ډاډونه ورکړي دي:

ـ اسلامي دولت ډله به په افغانستان کې ځالې جوړولو ته نه پرېږدي

ـ بهرنيو اورپکو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو پرضد وکاروي

ـ د دوی جګړه به تر افغانستان پورې محدوده وي

د انځور حقوق AP
Image caption زیاتره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او امریکايي ولس د خپلو پوځیانو د نورې مرګ ژوبلې زغم نه لري.

نوې "لویه لوبه" به کومې خوا ته ځي؟

داسې ښکاري چې لویو سیمه ییزو لوبغاړو احساس کړی چې دوی نور یوازې پر امریکا تکیه نه شي کولای چې د افغانستان لانجه هواره کړي او په شاوخوا سیمه کې ټیکاو (ثبات) راولي.

دوی لېوال دي چې ځانونه نور هم ښکېل کړي او غواړي چې نور لوی او لا پرېکند رول ولوبوي.

دوی دا ټینګار هم کوي چې له طالبانو سره د دوی "تماسونه" د سیمه ییز امنیت د ښه والي لپاره دي.

افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د بهرنیو لاسوهنو مرکز پاتې شوی دی.

برتانيايي او روسي امپراتوریو د نولسمې، او شلمې میلادي (عيسوي) پېړۍ په پیل کې پر افغانستان د کنټرول لپاره یو له بل سره سیالي کوله. په ۱۹۸۰مو کلونو کې د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ایتلاف، له پاکستان سره همکار و چې پر افغانستان د شوروي نیواک (اشغال) د ختمولو لپاره جنګېدونکو افغان مجاهدینو ته وسلې او پیسې ورکړي.

اوسني پرمختګونه د یوې نوې "لویې لوبې" د جوړېدو حد يا کچه ښيي.

او عام افغان ولس یو وار بیا د جګړې په منځ کې راګیریږي.

تېرو څو لسیزو ښوولې چې یو هېواد هم دا وړتیا نه لري چې پر یوازې سر پر افغانستان خپله اراده وتپي؛ خو ډېرو لوبغاړو ګډوډي جوړه کړې ده، ځکه په افغانستان کې د ډېرو ګډوډیو سرچینه په شاوخوا سیمه کې ده. له دې کبله د دې لانجې هواری هم، همکارۍ او پراخې اجماع ته ضرورت لري.

د بدليدونکو سیمه ییزو ایتلافونو یوه مثبته نتیجه ښايي دا راووزي چې د افغانستان او ګاونډ د باثباته کولو لپاره ګڼ شموله او ټولیز (مجموعي) دریځ رامنځ ته شي.

د انځور حقوق MOD
Image caption د ۱۹مې پېړۍ د سترې لوبې اصلي لوبغاړې برتانیا اوس یو وار بیا له افغانستانه وتلې.

ډېر افغانان هیله لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا راتلونکی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به خپلمنځي اړیکي ښه کړي، چې دا به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.

افغانستان په خپل اوسني تاریخ کې هغه مهال د څو لسیزو لپاره په یوه تر ټولو سوله ییزو او باثباته هېوادونو کې راتلی چې کله یوازې پرېښودل شوی و.

تاریخ ښيي چې افغانستان چې څه ته اړتیا لري، هغه لږ بهرنۍ لاسوهنه ده؛ نه ډېره.

دا مطلب په انګرېزي ژبه کې دلته لوستلای شئ.