بامیانو کې سکي ته لا واوره کمه خو مینه ډېره ده

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې د نړېدلي بودا مخې ته د بابا غره په لمنو کې د سکي تمرینونه پیل شوي دي. که څه هم تراوسه د سکې لپاره کافي واوره نه ده ورېدلې، خو سیمه کې د سکي مینه وال همدا لږه واوره هم د خپلې تندې ماتولو لپاره غنیمت بولي.

د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد سکې بازانو سره ملګری شوی او دا انځورونه یې اخیستي.