ترکیې ۲۵۰ افغان پولیسې روزلې

د انځور حقوق MOI
Image caption د افغان ملي پولیسو لیکو کې اوس هم د ښځو شمېر لږ دی

د ترکیې له سېواس اکاډیمۍ نه ۲۵۰ افغان ښځېنه پولیسو څلور میاشتنۍ روزنه بشپړه کړې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د دغه پرمختګ له کبله خوښ دي او په وینا یې دې سره به د افغان پولیسو خدمتونو کې غوره والی راشي.

افغان ملي پولیسو کې سلګونو ښځینه پولیسو دندې پیل کړې

ترکیې ۱۹۰ افغان پولیسې روزلې دي

دغه پولیسو ته د وسلو استعمال نه نیولې، بیا د ترافیکو کنترول، جریمي پېښو کې فعالیت او دغه راز د قانوني کورسونو په ګډون زده کړې ورکړل شوې.

دغو پولیسو ته د افغانستان او ترکیې تر منځ د یوه هوکړه لیک له مخې زده کړې ورکړل شوې، چې ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو.

د انځور حقوق MOI
Image caption افغان چارواکي وايي، د پولیسو د شمېر ډېرول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

له هغه راهیسې ترکې کې نږدې ۳۰۰۰ افغان پولیسو ته روزنه ورکړل شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ یې ښځینه دي.

په دې مناسبت مراسمو ته وینا کې د افغانستان کورنیو چارو مرستیال وزیر تاج محمد جاهد د افغانستان بیا رغوونې چارو کې د ترکیې مرستو مننه وکړه، نوموړي وویل:

''په ځانګړې توګه د تېرو ۱۵ کلونو کې چې افغانان غواړي پر خپلو پښو ودریږي، د ملاتړ په برخه کې د ترکیې رول خورا مهم دی.

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو د ملي پولیسو په لیکو کې دا مهال شاوخوا دوه نیم زره ښځینه سرتېرې، افسرانې او پولیسانې موجودې دي

''

د افغان ملي پولیسو لیکو کې اوس هم د ښځو شمېر لږ دی، خو چارواکي هڅه کوي، دغه شمېر په داسې حال کې لوړ کړي، چې د هېواد په ډېری برخو کې له امنیتي ګواښونو سره سره د ښځو خلاف زور زیاتي پېښې هم ډېرې شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو د ملي پولیسو په لیکو کې دا مهال شاوخوا دوه نیم زره ښځینه سرتېرې، افسرانې او پولیسانې موجودې دي، او د هېواد د پولیسو شمېر هم ۱۵۷ زرو ته رسېږي، چې تر یوې سلنې کمې پکې ښځینه دي.