"حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

حکمتیار او دولت د سولې تړون ویډیو د انځور حقوق AP
Image caption د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیو له لارې د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وایي؛ د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون له مخې یې د خپلو ۵۰۰ غړو نوملړ حکومت ته سپارلی چې له زندانه راخوشې شي.

بلخوا حکومتي سرچینې وایي؛ ددغو کسانو د جرمونو څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د خوشي کېدو په تړاو پرېکړه به تر څېړنو وروسته وشي.

د سولې مذاکراتو لپاره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم وایي؛ هغه کسان چې دوی یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې، په جنایي جرمونو کې ښکېل نه دي.

"د ۵۰۰ کسانو لیست مو حکومت ته تسلیم کړ، په دې هکله چې کوم کمیسون کار کوي، د لومړي پړاو کار یې تکمیل کړی او ان شاء الله تر راتلونکو ورځو به د افغانستان دولت هم خپله وروستی ارزونه وکړي."

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي؛ حکومت لومړۍ د اسلامي حزب پورې تړلو بندیانو د جرمونو څرنګوالی معلوموي او بیا به یې د خوشې کولو پرېکړه کوي.

دی وایي د حزب اسلامي اړوند، یوازې هغه بندیان به خوشې کیږي چې قضیې یې جنايي بڼه ونه لري.

"د اسیرانو د خوشې کېدو او د هغوی د جرمونو د څرنګوالي معلومولو لپاره اجراییه کمیسون کار پیل کړی. موږ هیله من یو چې دا او نور هغه موارد چې ګډ کمیسون د ځان لپاره ټاکلي ژر تر ژره تطبیق او پلي کړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی امین وایي؛ دوی چې د حزب اسلامي د کومو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، په جنایي جرمونو کې ښکېل نه دي

دولتي ادارو کې د ګوند غړو جذبول

د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د تلې په ۸مه د سولې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې دغه ګوند له جګړې لاس اخلي، اساسي قانون مني او په بدل کې یې حکومت ورته د قانون په چوکاټ کې د بندیانو خوشې کولو او د حق العبد په استثنا د قضایي خوندیتوب په څېر یو لړ امتیازونه ورکوي.

دولت همداراز په دې تړون کې ویلي و چې د حزب اسلامي په شرایطو برابر غړي به یې په دولتي ادارو کې جذبوي. یو ګډ کمیسیون چې ددغه تړون اجرایي کېدو لپاره ته ټاکل شوی، هڅه کوي ددغه ګوند پوځي او ملکي کدرونه په بېلابېلو دولتي ادارو کې جذب کړي.

کریم امین چې ددغه کمیسیون غړی دی وایي؛ د سولې تړون ترلاسلیکېدو راهیسې تراوسه ددوی د ګوند کوم غړی پر دولتي دندې نه دی ګومارل شوی.

د ملګرو ملتونو تور نوملړ

ددې تړون له مخې د افغانستان حکومت مکلف شو چې د ملګرو ملتونو او د امریکا په څېر نورو هېوادونو له تور نوملړ نه د حزب اسلامي مشرانو نومو لرې کولو هڅه وکړي. حکومت تېره میاشت په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ښاغلي حکمتیار نوم له تور نوملړه وباسي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، ددغه ګوند پر مشرانو د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل د تړون د بریالي کېدو وروستۍ پړاو دی او دوی "هیله من دي په نژدې راتلونکې کې وشي."

له کلونو راهیسې د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا او امنیت شورا په تور لیست کې دی او امریکا یې پر سر جایزه هم ټاکلې ده.

د افغانستان حکومتي چارواکو وړاندې ویلي؛ د روسیې او فرانسې پرته د امنیت شورا ټولو دایمي او غیردایمي غړو له تور نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو ته لېوالتیا ښوولې او دوی هڅه کوي په دې تړاو ددغو دوو هېوادونو اندېښنه رفع کړي.

د ملګرو ملتونو په ګډون امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو د حزب اسلامي او د افغانستان دولت ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ او ورته یې محتاطه خوشبیني وښوده.

+ نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کلونو راهیسې د ښاغلي حکمتیار نوم د امریکا او امنیت شورا په تور لیست کې دی او امریکا یې پر سر جایزه هم ټاکلې ده

ویل کېږي چې ښاغلی حکمتیار به ډېر ژر افغانستان ته ستون شي، خو د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر امین کریم وایي؛ لا څرګنده نه ده چې هغه به په کوم ولایت کې مېشت شي.

"ننګرهار د غوره شویو ولایتونو له ډلې یو دی، وروستی نه دی، کیدای شي لغمان وي، پکتیا وي، لوګر، وردک او یا کیدای شي کاپیسا وي، نو کله چې د راتګ لپاره چمتوالی ونیول شي، هغه په هر ولایت کې چې وي خو د یو ولایت په مرکز ته به راشي."

ښاغلي امین وویل؛ د سولې تړون راهیسې ددوی د ګوند ډېر غړي له ګاونډيو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

+ 'حکمتیار دې جګړو کې د ښکېلتیا له کبله له افغانانو بښنه وغواړي'

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ تړون له مخې دغه ګوند هرډول پوځي فعالیت پرېږدي، خپل پوځي تشکیلات لمنځه وړي او ورسره زندانیان به دولت ته سپاري. ښاغلی امین وایي؛ دوی له حکومت سره کړې ژمنې پوره کړي، خو ادعا کوي چې دولت د خپلو ژمنو عملي کولو کې چټک نه دی.

ددې تړون د بشپړ پلي کېدو لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی. غوښتل مو د حکومت له لوري د تړون عملي کېدو بهیر په اړه معلومات واخلو، خو اړونده چارواکو په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

ورته مطالب