فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ

فراه د انځور حقوق FB
Image caption خلکو سړی د پړانګ له منګولو خلاص کړ او پړانګ یې په لاسونو ونیوه او له دیوال نه یې اخوا وغورځوه

د افغانستان له لویدیځ کې د فراه سیمه ییز چارواکي وايي؛ کوم پړانګ چې څه موده وړاندې د یوه ښکاري په ډزو ټپي شوی و تر درملنې وروسته خوشي کېدو پرمهال یې یو کس ټپي کړی دی.

دا پړانګ څه موده وړاندې د فراه پرچمن ولسوالۍ کې د یوه ښکاري په ډزو ټپي شوی و، خو وروسته د سیمه ییزو چارواکو فراه مرکز ته ولېږدول شو او د ټپونو تر درملنې وروسته تېره ورځ خوشې شو.

کوم څه چې د ډېرو کسانو پام یې وراړولی، ددغه پړانګ د خوشې کولو څرنګوالی دی. کوم انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس ګرځي، ښيي چې دغه حیوان د ډېر شمېر کسانو په شتون کې د یوه غره په لمنه کې له قفسه خوشې کېږي.

پړانګ همدا چې له قفس نه بهر ټوپ وهي پر یوه کس برید کوي. سیمه ییزو سرچینو ویلي چې دغه کس ټپي شوی دی.

د انځور حقوق Social Media
Image caption څو ورځې وړاندې دغه انځور چې د افغانستان چاپیریال ساتنې ادارې په وینا ټپي پړانګ د ښکاریانو په منګولو کې ښيي، په ټولنیزو شبکو کې ډېر غبرګونونه راوپارول او کاروونکو د هغې لاس لاس په خپرولو سره د فراه له چارواکو وغوښتل چې ددې پړانګ د ژغورلو او بېرته طبیعت ته ګرځولو لپاره ګام پورته کړي

د فراه والي آصف ننګ چې ددې صحنې د یوې برخې ویډیو یې پر خپلې فیسبوک پاڼې خپره کړې لیکلي: "دغه کم پیدا کېدونکي فراهي پړانګ چې څه موده وړاندې په پرچمن ولسوالۍ کې د خلکو لاسونو ته لوېدلی و، تر ساتنې او درملنې وروسته چې یوه پښه یې بنداژ شوه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بېرته ازاد طبیعت کې خوشې شو، البته یې کس یې ټپي کړ."

+ د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی

+ ډیلي مېل: بدخشان کې د واورې پړانګان په ډېرېدو دی

په سیمه کې شته کسان ټپي کس له پړانګ نه ژغوري، پړانګ په لاسونو نیسي او له یوه دیوال نه یې غورځوي ترڅو د غره پر لور لاړ شي. 

د انځور حقوق FB
Image caption پړانګ تر خوشي کيدو وروسته په سیمه کې پر یوه کس برید وکړ او هغه یې ټپی کړ

د پړانګ له ګوډ ګوډ تګ نه ښکاري چې هغه تراوسه په بشپړه توګه ښه شوی نه دی او له خنډونو ټوپ وهلو توان نه لري.

ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې دغه پړانګ د کابل ژوبڼ ته ولېږدول شي، خو ښاغلي ننګ بي بي سي ته وویل؛ د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره نظر دا و چې دا پړانګ بېرته خوشې شي ترڅو له هغو دا ډول کم شمېر پړانګانو سره یوځای شي چې د فراه په غرونو کې لیدل کېږي.

د افغانستان په لویدیځ کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وایي؛ د پرچمن غرونه لا هم د ځینو وحشي کم پیدا کېدونکو حیوانانو کور دی، خو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو دلیلونو لکه جګړه، ښکار او نورو انساني فعالیتونو له امله یې شمېر په کمېدو دی.

سره له دې چې د کم پیدا کېدونکو حیوانانو ښکار په افغانستان کې منع دی، خو ښکاري چې په ځینو سیمو کې د قانون حاکمیت کمزورتیا او پولیسو محدود شتون له امله ددغو حیوانانو ښکار لا هم دوام لري.

د انځور حقوق FB
Image caption د فراه ځینې چارواکي او اوسېدونکي. د فراه والي آصف ننګ ویلي دغه پړانګ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بېرته ازاد طبیعت کې خوشې شو، خو یو تن یې ټپي کړ