د کندهار چاودنې د پلټنې لپاره د اماراتو پلاوی دغه ولایت ته تللی

د انځور حقوق UAE EMBASSY KABUL
Image caption د متحدو اماراتو سفیر کندهار ته د یوه دارلایتام بنسټ کېښودو لپاره تللی و

د افغانستان په سويل کندهار کې سيمه ييز چارواکي وايي، له عربي متحدو اماراتو یو پلاوی د کندهار د والي په مېلمستون کې د شوې پېښې پلټنې ته ورغلی. په دې چاودنه کې د دغه هېواد یو شمېر دیپلوماتانو ته مرګژوبله اوښتې.

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا چارواکي بیا وايي، په پېښه کې د وژل شویو کسانو پېژندګلوي سخته وه او دغه پلاوی د عربي دیپلوماتانو د پېژندګلوۍ لپاره هلته ورغلی دی.

د کندهار ولایت د والي ویاند صميم خپلواک، بي بي سي ته وویل، دغه پلاوي د پېښې سيمه له نږدې وکتله او خپلې پلټنې يې ترسره کړې خو لا يې پایلې نه دي په ډاګه کړې.

اتمر وايي د کندهار برید د طالبانو کار دی

د کندهار چاودنې مرستیال والي، د ملي شورا غړي او د اماراتو ډیپلوماتان وژلي

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند تواب غورځنګ بیا بي بي سي ته وویل:

''د متحدو عربي اماراتو د درېیو شهیدان شويو دیپلوماتانو مړي له پېژندګلوۍ وروسته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي او د دوو نورو مړي به د دوی له ډي این اې تشخیص وروسته ولېږدول شي او دغه پلاوی د همدې لپاره راغلی دی. ''

Image caption دغه چاودنه د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار د والي همایون عزيزي په مېلمستون کې وشوه

د متحدو عربي اماراتو چارواکو ویلي، دوی به د سې شنبې ورځې کندهار برید سره سره له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. د نېشنل ورځپاڼې د زاید خیریه ټولنې مشر احمد الدهاهیري له قوله لیکلي:

'' هغه څه چې پېښ شول، ډېر خواشینونکي دي، ځکه دا هغه کسان دي، چې له بیوزلو سره مرستې کوي او د بشري مرستو برخه کې کار کوي. دا تصور هم ناشونی دی، چې ته یو چا سره مرسته کوې او یو څوک راځي مخه یې نیسي، چې نوره وده و نه کړي. ''

د کندهار د والي همایون عزيزي په میلمستون کې په دغه چاودنه کې له ۱۲ وژل شویو کسانو يې پنځه د عربي متحده ایالتونو دیپلوماتان وو.

Image caption افغان چارواکي وايي، د پېښې پلټنو کې به ناغیړي نه کوي

په دغه پېښه کې د افغانستان د ملي شورا د دوو وژل شویو وکیلانو بازمحمد جوزجاني او سراج سفري د جنازې په مراسمو کې د افغان حکومت اجرايئه ریئس عبدالله عبدالله وویل چې د دې پېښې په اړه په پلټنو کې به ناغيړي نه کېږي.

دغه چاودنه د تېرې سې شنبې په ورځ هغه مهال د کندهار د والي همایون عزيزي په مېلمستون کې وشوه چې د اماراتو سفير او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکي د ښاغلي عزيزي ميلمانه وو.

د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د دې پېښې سپيناوی د افغان حکومت لپاره ډېر مهم دی او دا به پېدا کوي چې امنيتي ځواکونو په کومه برخه کې تېروتنه کړې، چې بريدګر د والي کور ته لار ومومي.