نومیالی افغان ډاکټر موسی وردګ وفات شو

د انځور حقوق AFG MoH
Image caption موسا وردګ د پوځي طب پوهنځي بنسټګر هم و.

د افغانستان نومیالی ډاکټر تورنجنرال موسی وردګ د پنجشنبې په ورځ په ۶۹ کلنۍ کې وفات شو.

نوموړی پوځي ډاکټر و او کلونه کلونه په مختلفو څوکیو پاتې شوی دی.

تورنجنرال موسی وردګ د عجب خان زوی پر ۱۹۴۹ کال د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه د لومړنیو زدکړو تر بشپړولو وروسته حربي ښوونځي کې شامل شو او بیا روسیې ته د لوړو زدکړو لپاره لاړ.

* ''د طبابت اخلاق''، که د ډاکټرانو بې غوري

* د طبیعي علومو په زده کړه کې د انګرېزي ژبې رول

پوهاند موسی وردګ پر ۱۹۷۷ کال دکتورا سند ترلاسه کړل او پر ۱۹۸۶ کال یې د افغانستان له علومو اکاډمۍ د اکاډمېسن درجه ترلاسه کړ. هغه پر ۱۹۸۸ کال د کابل طبي انستیتیوت کې استاد شو او پر ۱۹۹۱ کال یې د نړۍ د ارتوپیدیانو ټولنې یا سیکوت غړیتوب ترلاسه کړ.

تورنجنرال موسی وردګ ۸۶ معیاری طبي میتودونه موندلی، ۱۴ طبي تدریسي کتابونه یې لیکلي او ۶۹ لیکنې یې په بهرنیو مجلو کې خپرې شوې دي.

موسی وردګ په هغو کمشمېر کسانو کې و چې اورتوپیډي یا هډوکو برخه کې نوښتونو یې ډېر مشهور کړ.

هغه ډېر کلونه د سردار داوود خان روغتون( څلور سوه بستره پوځي روغتون) مشر و.