وتلی افغان ستوری ولوېد

د انځور حقوق AFG MOH
Image caption ډاکټر موسی وردګ

په دې خواره ټولنه کې کال په فال نیول کېږي، ناکراره او غمجنو انسانانو چې نورې اسرې له لاسه ورکړې، خپل سکون په دې پسې تړي، چې کال په ښه پېښه پیل شو که په بده.

دلته سږنی کال سخت بد پیل شو.‌ لا جنوري نیمايي شوې نه ده، چې په کندهار، هلمند او کابل کې مو څو د کار سړي له لاسه ورکړل.

جنګ یو غم دی، خو زموږ بدقسمتو لپاره طبیعت هم دخشنو انسانانو کانه راسره کوي.

لا جنوري نیمايي شوې نه ده، چې زموږ د علم دوه ستوري پریوتل، هم مو د تاريخ لیکنې لومړی سړی له لاسه ورکړ، هم د هډونو رغونکی نامتو.

لا چې په افغانستان کې د تاریخ لیکنې شاګردان پاخه شوي او د اغتشاش له تفکره راوتلي نه دي، پوهاند حسن کاکړ یوازې پریښودو او لا مو ګوډ مات هډونه رغېدلي نه دي، چې پروفیسور موسی وردګ له فاني دنیا خپله بستره وتړله.

د سلو سلیقو په مینځ کې هم موږ ته بې کاکړه د تاریخ لیکل ګران دي، هم د جنګ په سره اور کې د ماتو هډونو کوشېر کول.

بریتانیا مېشتی افغان ډاکټر د سکایپ له لارې د ناروغانو درملنه کوي

د ستوني بندېدو درملنې نوښتګر هینري هیملیچ ومړ

موسی وردګ بېګا ناوخته ساه ورکړه. موسی وردګ ته په افغانستان کې د معاصرې اورتوپیدي او تراوماتولوژي بنسټ ایښودونکی ویل کېږي.

لومړنی ژوند

هغه په ۱۹۴۹ کال د وردګو ولایت د سیداباد په صدو خېلو کلي کې زیږیدلی و. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کلي او د کابل په حربي ښوونځي کې کړې وې او لوړې زده کړې یې د پخواني لیننګراد د کیروف پوځي طب په اکاډمۍ کې ترسره کړې.

په ۱۹۷۷ کال یې د طب په علومو کې له شوروي څخه د دکتورا سند ترلاسه کړ او په ۱۹۹۲ کال د جراحانو او ارتوپیدي دنړیوال انجمن په غړیتوب ومنل شو.

موسی وردګ په ۱۹۸۶ کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ اکاډمیسین شو او همداراز په ۱۹۸۸ کال یې د طب پوهنځۍ په استادۍ سره د پوهاند علمي رتبه ترلاسه کړه.

پوهاند موسی وردګ د یو سند او ۸۶ نویو جراحي او ارتوپیدي میتودونو په اختراع سره په نړیواله کچه مشهور شو. هغه ۱۶ علمي اثار لري، چې دوه یې په بهرنیو ژبو لیکلي او ۱۴ نور یې د افغانستان د طبي پوهنتون تدریسي کتابونه دي.

نومیالی افغان ډاکټر موسی وردګ وفات شو

تاريخپوه ډاکټر محمد حسن کاکړ؛ د اکاډېميک پښت په سرلارو کې

نوښتونه

د موسی وردګ په زیار په افغانستان کې څلور پي ایچ ډي او ۳۷ د تخصص په سویه ډاکتران روزل شوي دي، چې اوس د افغانستان د اورتوپیدي او تراوماتولوژۍ د افغانې طبي شبکې سرلاري دي.

موسی وردګ د وسله وال پوځ د علومو اکاډمۍ سرطبیب، د پوځي طب موسس او قوماندان، دطبي علومو اکاډمۍ مرستیال، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو دمرکز موسس او افتخاري ریس، د جمهوري ریاست د مشورتي شورا قوماندان، د داود خان د څلور سوه بستریز روغتون او د ملي دفاع وزارت د صحیه ریاست مشر پاتې شوی و.

په افغانستان کې چې د شوروي د یرغل، جهاد، او طالبانو حاکمیت پرمهال جنرالان، ښوونکي، پیلوټان او ډاکتران په سیاست ورګډ شول، موسی وردګ د معمول خلاف یوازینی افغان متخصص و، چې یوازې ډاکتر پاتې شو.

ماینونو وهلي، مرمیو داغلي، هډ ماتي ملاماتي ټول د همدې ډاکتر په لاس تداوي کېدل. د طالبانو په وخت کې موسی وردګ بېرته هېواد ته راستون شو.

دامهال ږیره په افغانستان کې د ژوند کولو لومړنی سند او اجبار و، موسی وردګ د یو نازولي په توګه چټ پټ ګرځېده، د جنګ ګوډمات به یې تداوي کول او ملایانو دخپل نظام یو حتمي قید دده موجودیت ته مات کړی و.

د ماینونو کروندې

په افغانستان کې نږدې د څلورو لسیزو جګړو، بمباریو او په هره پوله پټي کې کرلیو ماینونو د هډونو بې سرسامه معلولینو ته همدا یو موسی وردګ و، چې دردونه یې ټکور کول او ګوډ - مات ېې رغول.

هغه په دې مشهور و، چې د افغانستان د پوځ ترټولو زیات سربازان یې تداوي کړي دي.

د موسی وردګ همکار ډاکتران وايي، کله چې په وروستیو کې هغه د داود خان روغتون مشر و، پر شفا بښونکي لاس او کمال سربیره هغه داسې یو قاطع مدیر و، چې په وینو د لړلي ناسازه روغتون حالات یې بدل کړل، هغه به د روغتون په دهلیزونو کې ګرځېده او چې د ناروغ زګیروی به یې وارېد خپله به یې سر ته ولاړ و.

هغه د ریاست او منصبدارۍ جامې یوازې غونډو ته اغوستې، خو د روغتون له دروازې څخه به د یو طبیب په لباس کې راننوت.

له کابله تر کندهاره

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال به موسی وردګ هره شنبه ورځ له کابل څخه کندهار ته په خپل پراډو موټر کې تلو او یوه نیمه اونۍ وروسته به د نورو ناروغانو د تداوۍ لپاره یې کابل ته ځان رارساه.

هغه سرګردانه ورځې درلودې، طبیعي ده چې دداسې انسانانو شپه او خوب نه وي. یوار طالبانو هغه ته وړاندیز وکړ، چې د حفاظت لپاره ساتونکي او وسله له ځان سره واخلي، خو موسی د طالبانو د مشر ملاعمر دا وړاندیز رد کړ، موسی به ویل ډاکتر ټوپک او ساتونکي نه ګرځوي، '' زه له ټوپکه کرکه لرم '' موسی وردګ د ټوپک تراژیدي تربل هرچا په پوست او ذهن احساسوله.

که څه هم په افغانستان کې اورتوپیدي اوس پیاوړي ډاکتران لري، اما د موسی وردګ تشه به تر ډېره محسوسه وي.

موږ چې د جنګي قهرمانانو په غوبل کې راګیر یو، نه په ټولګي کې له جنګي قهرمانانو خالي تاریخ لوستلی شو، نه په ښار او کلي کې د ټوپکو له سیوري د امن مخ وینو، حداقل دا یو اخلاقي جراُت خو وکړو، چې د موسی وردګ او کاکړ په څېر اشخاص د نصاب په کتابونو کې نوي نسل ته د سولې د اتلانو په څېر ورمخ ته کړو.

هم به ددوی پور ادا شوی وي، هم به جنګ ځپلي ذهنونه د سکون درس واخلي.

اړونده مطالب