ولسي جرګې د ۱۳۹۶ کال بودیجې طرحې تصویبول ځنډولي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره د افغانستان ملي بودیجه ۴۶۶ ملیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ ملیارده یې عادي او پاتې ۱۷۸ ملیارده یې پرمختیايي بودیجه ده.

د افغانستان ولسي جرګې نن د ۱۳۹۶ کال د بودیجې د طرحې تصویب وځنډوه. ولسي استازو نن په عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بودیجې د طرحې په اړه په یوې بلې ګډې غونډه کې بحث وکړي او په راتلونکو ورځو کې به بیا د بودیجې په اړه رای اچونه وکړي.

د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره د افغانستان ملي بودیجه ۴۶۶ ملیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ ملیارده یې عادي او پاتې ۱۷۸ ملیارده یې پرمختیايي بودیجه ده.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون مشر امیر خان یار وویل، د مالیې وزارت سره یې د ولسي استازو د وړاندیزونو په اړه کار کړی، د ده په وینا، د وکیلانو د وړاندیزونو نه وروسته دې پایلې ته رسیدلي چې هر ولایت ته تر ۶۰۰ زره ډالره بودیجه ځانګړې شي.

د افغانستان د ۱۳۹۶ کال بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه

"تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

خو دې هڅو هم د ولسي جرګې ځینې غړي قانع نه کړل او د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي:

''محترمو وکیلانو، اعتراضونونه ډېر زیات دي، سبا یکشنه یو ګډه غونډه وکړئ او دوشنبې ورځ رای اچونه وکړئ. بله لار نه لرو. ''

دولسي جرګې ځینې استازي وايي د ۱۳۹۶ کال بودیجه کې انډول په پام کې نه دی نیول شوی، او د ولایتونو لومړیتوبونو ته هم پام پکې نه دی شوی.

وروسته پاتې ولایتونو ته نه پاملرنه، د انتقالي بودیجې شتون، ښونې ته کمه پاملرنه او احتیاطي کوډونو ته د زیاتې بودیجې ځانګړي کول هغه لاملونه دي چې ویل کیږي بودیجه یې ځنډولې.

په دې برخه کې غیر ضروري پیسې دي، د بېلګې په توګه ۲۲ کوډ د توکو د پېرلو لپاره دی چې پکې ۲۰٫۶ سلنه عادي بودیجه ورته ځانګړې شوې.

ولې په داسې یو هېواد کې چې غریب دی او په داسې یو هېواد کې چې ۶ سلنه بودیجه یې ښونې 4 سلنه روغتیا ۳۶ سلنه یې امنیت لپاره ځانګړې شوې او بیا ۲۰سلنه عادي بودېجه د وزارتونو د ښکلا لپاره ځانګړې کیږي، مالومه ده چې دا د وکیلانو د منلو وړ نه ده.

مجروح: نن بودیجه د نه توازن له امله وځنډول شوه چې سبا یو بل ګډ فوق العاده کمیسون جوړ شي او په دې اړه بحث وکړي او د هغه وکیلانو قناعت ترلاسه کړي چې قناعت یې نه دی کړی او لږ ترلږه یو پرتلیز توازن ځان ته غوره کړي.

د بودیجې ځنډول به څه اغېز ولري؟

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، د راتلونکي کال لپاره بودیجه کې د خلکو لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي او د تصویب ځنډول یې د پروژو د پلي کولو کار له ځنډ سره مخ کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسي جرګې غړي ددې اونۍ په پای کې په رخصتیو لاړ شي، خو لا تراوسه د بودیجې د طرحې تصویب برخلیک مالوم نه دی. خو یو شمېر ولسي استازي په دې باور دي چې د راتلونکې دوشنبې ورځې عمومي غونډې کې ښايي بودیجه تصویب شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب