خوست کې ۱۳۹ نجونې له لوړو او نيمه لوړو زدکړو فارغې شوې

سږ کال د خوست له شيخ زايد پوهنتونه ۴۱ نجونې او له دوو خصوصي نيمه لوړو زدکړو له ادارو ۹۸ نجونې فارغې شوې چې دا په دې ولايت کې يو ښه پرمختګ بلل کېږي.

د شيخ زايد پوهنتون د مشر مجيب الرحمن کريمي په وينا ډېری دا نجونې له طب پوهنځي فارغې شوې او ډاکټرانې دي.

* د برېل لیک نړیواله ورځ او د افغان نابینایانو ستونزې

* د کونړ ښوونځیو کې د نجونو شمېر نژدې دوه برابره ډېر شوی"

پر شيخ زايد پوهنتون سربېره د منځنيو زدکړو له دوو نورو بنسټونو فارغو شويو نجونو کې هم ډېرې روغتياپالې دي.

د دغو ادارو مسوولین ډاکتر یوسف او ډاکتر بادشاه زار ابدالی وایي: "دغو نجونو په لوړ کیفیت سره زدکړې ترلاسه کړې دي. "

د خوست د شیخ زاید پوهنتون مشر مجیب الرحمن کریمي وايي، اوسمهال د دغه پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې د بېلابېلو ولایتونو ۲۷۷ محصلانې پر زدکړو بوختې دي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر ګل محمدین محمدي منګل بي بي سي ته وویل، چې دوی د روغتیا په برخه کې اوس هم زیاتو ښځینه روغتیاپالو ته اړتیا لري نو د خصوصي پوهنتونونو فارغانې به د اسنادو له څېړنې وروسته په مختلفو کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو کې په دندو وګوماري.

نوموړي وویل: "دا د ښځو او د مور ماشوم په مړینه کې پاموړ کموالی راوستلی او زمونږ کار اسانولی شي. "

* د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

* له اوږده ځنډ وروسته بېرته څنګه لوړو زدکړو ته مخه کړو؟

له نيمه لوړو زد کړو فارغه شوې سلګۍ وايي:

"د ژوند تر ټولو لوړه هیله مې پوره شوه. زما ژوند کې دا لوی ارمان و، چې څنګه د روغتیا برخه کې زدکړې سر ته ور سوم او ښځو ته خدمت وکړم."

سلګۍ وایي، اوس دوی خپل مسوولیت سر ته رسولی او ناوړه دود یې مات کړی دی.

د نوموړې په وينا، په سخته دودپالې ټولنه کې یې له بیا بیا ناوړه خبرو سره سره زدکړې سرته ورسولې، ځکه اوس حکومت ته پکار ده، چې دوی ته کاري فرصتونه برابر کړي.

اغلې سلګۍ وایي: "له حکومت زما هیله دا ده، چې هرې ښځینه ناروغې ته یوه ښځینه طبي کارکوونکې د خدمت لپاره وګوماري. "

یو شمېر نورې نجونې چې نیمه لوړې زد کړې یې بشپړې کړې د نورو نجونو د زدکړو غم هم ورسره دی.

لیمه چې له روغتیاپالۍ (نرسېنګ) فارغه شوې وایي: "له پلرونو او میندو مې دا غوښتنه ده، چې ټولو نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړي، ځکه بې له زدکړو د نجونو ژوند نه اسانېږي. "

د هغې په خبره، د خوست په بېلابیلو سیمو کې اوس هم روغیتایي کلینیکونه او مرکزونه نشته نو حکومت باید دغې ستونزې ته پام وکړي او د روغتیايي بنسټونو په زیاتولو سره د روغتیاپالو ګومارنې ته هم لار برابره کړي.