د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټانو په افغانستان کې څه کول؟

د انځور حقوق AJ
Image caption د متحده عربي اماراتو سفیر په کندهار کې د یوه دارالایتام ډبرې اېښودو لپاره کندهار ته تللی و

د ولسمشر اشرف غني د حکومت تقریبا دویمه اونۍ وه، زه امنیت شورا کې په خپل دفتر کي ناست وم، ټیلیفون ته مي زنګ راغی.

زنګ د امنیت شورا د دفتر د مرستیال ښاغلي عبدالحکیم نورزي و، زه یې دویم پوړ کې د غونډو تالار ته ور وغوښتم.

په تالار کې د متحده عربي اماراتو سفیر او ښاغلی نورزی ناست وو.

سفیر د امنیت شورا دفتر ته د نورو کارونو تر څنګ په شکایت هم راغلی.

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې یوه راډیو پیلوله، خو ځینو کسانو یې په مخ کي خنډونه پېښول. ما ته ښاغلي نورزي دنده راوسپارله چې په دې لار کې باید هر ډول خنډ له منځه یووړل شي او له مشکلاتو سره باید جدي چلند وشي.

* د کندهار امنیې قومندان: چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي

* د کندهار چاودنه: والي او د متحده عربي اماراتو سفیر ټپیان شوي

درې ورځې وروسته د سفیر د راډیو ټول مشکلات حل شوي وو او سفیر هم ښه خوشحال و، موږ ته یې وویل، موږ افغانستان ته د بیارغونې یوه ډله رالېږو چې په مختلفو برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

ښاغلي نورزي وویل، افغان دولت د اماراتو مرستو ته خورا زیات اهمیت ور کوي نو له همدې کبله د دې مرستو ټولې چارې به امنیت شورا تر هغه وخت څاري، چي افغان ادارې د سرپرستۍ له حالته راوځي.

د اماراتو دغه لس کیز پلاوی د محمد علي البستکي په مشرۍ پر ۱۳۹۴/۰۱/۲۳ نېټه د امنیت شورا دفتر کې زموږ سره خپله لومړنۍ غونډه وکړه. دوی په لومړي سر کې په درې برخو کې مرسته کوله:

- په کندهار او کابل کې د دارالایتامونو جوړول

- په کابل کي د مسلکي زده کړو یو لوی مرکز جوړول

ـ په متحده عربي اماراتو کي د افغان ښوونکو روزل

خو وروسته د دوی د مرستو ساحه پراخه شوه، د زعفرانو د کښت په وده کې مرسته کول، د کانالونو د پخولو او په ځینو سیمو کي د کوچنیو بندونو جوړولو ژمنه یې هم وکړه.

په عرب نړۍ کې د پاکستان ځواکمنه لابي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کندهار مرستیال والي شمسي هم په دې پېښه کې ټپي او بیا وفات شو.

متحده عربي امارات تر ترکیې وروسته دویم اسلامي هیواد دی، چې افغانستان ته یې ۲۰۰۱م کال تر سپټمبر وروسته د ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د خپلو ځانګړو ځواکونو جزتامونه کندهار او هلمند ته راولېږل، خو د نظامي ماموریت عمر یې طالبانو ته قصدً د یوه سرتیري د خپلو تجهیزاتو سره تسلیمېدل خورا ژر ور لنډ کړ.

له بل پلوه افغان حکومت هم په افغانستان کې د خلیجي هېوادونو د ایتلاف د یوه مهم غړي متحده عربي اماراتو د ښکېلتیا په اهمیت پوهېده.

د اماراتو ملاتړ په عربي او اسلامي نړۍ کي د افغانستان هغه داعیه ځواکمنوي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې د تروریزم قرباني دی، له بل پلوه پاکستان چي افغانستان یې په خپله خاوره کې د "ترهګرۍ" ملاتړی ګڼي په خلیجي هېوادونو کې د خپل اټومي ځواک له کبله خورا ځواکمنه لابي او نفوذ لري.

زما یوه ملګري ته- چې په خلیجي هېوادونو کې د افغانستان په پلو د لابي کولو وظیفه ورسپارل شوې وه- راته وویل، چي زموږ لابي په عربي نړۍ کي خورا لږ نتجه ور کوي ځکه چې یوازې د ای، ایس، ای او د پاکستان د پوځ پنځه پخواني مشران د اماراتو د حکومت لپاره د مشاورینو په صفت کار کوي او همدا اوس خو د پاکستان پخوانی لوی درستیز راحیل شریف د سعودي په مشرۍ د ایتلاف مشر ټاکل شوی دی.

* په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

په یمن کې د ایران پلوه حوثي ملېشو سره د سعودي په مشرۍ د خلیج عربي هېوادونو شخړو د ډېرو خلیجي هېوادونو پښه افغانستان ته هم راکش کړه، خو افغانستان د خپلو کورنیو ستونزو له کبله عربي نړۍ ته د ډېر څه ور کولو لپاره څه نه لرل .

دې شخړې ته د اماراتو د بیارغوني دې ډلې هم په جدي سترګه کتل، یوه ورځ البستکي راته وویل چې ژوند یې په کابل کې یوازې د اماراتو د سفارت تر څلورو دېوالونو پوري محدود دی. د نويو وزیرانو په ټاکلو سره د امنیت شورا دفتر د اماراتو د دې ډلې چارې اړوند اورګانونو ته وسپارلې. زما د معلوماتو له مخې د کندهار همدا پروژه باید ۸ میاشتې مخکې پرانیستل شوې وی دا چې ولې ځنډېدلې ده، زه یې پر علت نه یم خبر.

په لومړي سر کې داسې ګومان کېده، چي د اماراتي ډيپلوماټانو په وژلو کې به د ایران لاس وي او د سوریې او یمن د جګړې غچ به په کندهار کې له عربانو اخلي، خو له دې سره دا پوښتنه را ولاړېده، چې ایران ولې په کندهار کې دا کار کاوه، ځکه چې په فراه کې قطریان له ډېر وخت راهیسې د بیارغونې کارونه کوي او عربي شهزاد ګان همېشه د څاړو د ښکار لپاره راځي. اوس ولسمشر غني، د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ټول وايي، چې د کندهار پېښه هم په پاکستان کې پلان شوې او د طالبانو کار دی.

د افغانستان لپاره فرصت:

د انځور حقوق EPA/KANDAHAR GOV OFFICE
Image caption په کندهار کې د اماراتو سفیر د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې.

د پاکستان میشتو ترهګرو له خوا د عربي ډيپلوماټانو وژل د پاکستان او طالبانو لپاره په عربي نړۍ کې ډېرې بدې پایلې لرلی شي. تر اوسه د افغانستان دا غږ چې افغانستان د پاکستاني تروریزم قرباني دی د عربي نړۍ له خوا بابېزه کېده، خو اوس کېدای شي په عربي نړۍ کي دا غږ ډېر اورېدونکي پیدا کړي.

له بل پلوه ویل کېږي چې تر ډېره د طالبانو مالي سرچینه له خلیجي هېوادونو خړوبېږي،‌ هغه پاسپورټ چې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور سره پیدا شوی و، ‌اماراتو ته یې ۷ ځله سفر پر کړی و او داسې رپوټونه هم شته چې د طالبانو مالي چارواکي په دوبۍ او د اماراتو په نورو ښارونو کې فعال دفترونه لري.

دا به د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وي، چي د طالبانو د مالي سرچینو په وچولو کې خپلې ډيپلوماټیکې هڅې زیاتي او عربي نړۍ د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

اړونده مطالب