د کندهار میوند ولسوالۍ کې ۱۶ پولیس وژل شوي

Image caption افغان ځواکونه وایي، ۱۵ وسلوال یې هم وژلي دي، خو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په کندهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، لسګونو وسلوالو تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي کمربند برید کړی، خو په شا تمبول شوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې په دې جګړه کې وسلوالو ته "سخته مرګ ژوبله" ور اوښتې ده.

نوموړی په دې جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله مني، خو وايي کره شمېر یې نه لري.

* 'د کندهار چاودنې په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي'

* ناټو، افغانستان او امارات د کندهار برید څېړنه کوي

خو یوه ځايي چارواکي له نوموښودنې پرته بي بي سي ته ویلي، طالبانو د سور بغل پوسته ونیوله، خو له ژړۍ او پنجوايي څخه د مرستندویه پولیسو په رسېدلو سره شاتګ ته اړ شول.

دغه سرچینه وايي په دې څو ساعته جګړه کې، ۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

دوی دا هم وایي، چې په دې جګړه کې د طالبانو د مهمو کسانو په ګډون ۱۵ وسلوال وژل شوي او د ۸ مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په خبره، طالبانو له نیولې پوستې یو زغرګاډی هم بوولی دی.

اړونده مطالب