'۲۰۱۷ کې درېیمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري'

د انځور حقوق OCHA Afghanistan
Image caption د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی مارک باوډن بيا وايي تېر کال هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شوو کسانو د شمېر د دوه برابره کېدو له امله به افغانستان په را روان کال کې له استثنايي ننګونو سره مخ وي

ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري مرستو له اړخه استثنايي کال په مخ کې لري او په دې کال کې به د هېواد د نفوس درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتيا ولري.

افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کابل کې د راتلونکي کال د بشري مرستو لپاره له نړيوالې ټولنې د ۵۵۰ ميليونو ډالرو غوښتنه اعلان کړه چې ټاکل شوې ۵٫۷ میليونه اړمنو کسانو ته ورسېږي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د جګړې د لا ژورېدو او ډېرو سيمو ته د غځېدو له امله په ۲۰۱۷ کال کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوی چې اوس له نهو ميليونو ډېر خلک په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړ دي.

په کور د ننه بې ځایه شوو افغانانو ته مرستې راټولېږي

د هلمند بې ځایه شوي له حکومته نهیلي دي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایيه رییس عبدالله عبدالله چې له نړيوالې ټولنې څخه يې خپل حکومت ته د بيړنيو او بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۵۵۰ ميليونو ډالرو مرستې غوښتنه اعلانوله وويل حکومت يې تر ډېره د کورنيو بې ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو له خوا له فشار سره مخ دی.

ښاغلي عبدالله وويل په راتلونکي کال کې د جګړو د غځېدو او د سولې د څرک د نشتوالي، په کورنيو بې ځایه شوو کسانو کې د ډيروالي له امله يې حکومت د تېر کال په پرتله د بیړنيو او بشري مرستو لپاره ډېر مالي ملاتړ غوښتی.

"هغه غوښتنه چې موږ چمتو کړې، په دې برخه کې تر ټولو ستره غوښتنه ده. البته دليل هم لري او هغه دا چې له يوې خوا په خواشينۍ سره جګړې دوام کړی، سره له دې چې ملي وحدت حکومت د سولې او روغې جوړې غږ پورته کړی خو دغه غږ تر اوسه ځواب ندی موندلی او جنګ دوام کړی. دغه راز د بې ځايه شوو کډوالو پېښې لرو".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی مارک باوډن بيا وايي تېر کال هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شوو کسانو د شمېر د دوه برابره کېدو له امله به افغانستان په را روان کال کې له استثنايي ننګونو سره مخ وي:

'' د بې ځایه شويو افغانانو شمېر به ۴۰۰ زرو ته ورسېږي''

"دا کال به افغانستان د بشري ناورينونو په برخه کې له استثنايي حالت سره مخ وي، هغه ننګونه چې له مرستندويانو او بسپنه ورکوونکو لخوا ځانګړي ځواب ته اړتيا لري. په ۲۰۱۶ کال کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانانو بېرته راستنېدنه چې کورنيو بې ځايه کېدنو غبرګه کړې د سږ کال د مرستې غوښتنه د تېرو کلونو په پرتله ډېره بېله کړې. تېر کال له ۷۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته راستانه شول او د کورنيو بې ځایه شوو لوړې کچې دوام وکړ. تر يوه بريده د بې ځایه کېدنو ډول هم بدل شوی او اوس ګڼ خلک هم له لوږې سره مخ دي او دغه راز يې د بې ځایه کېدو مودې اوږدې دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس وويل د دغو مرستو ډېره برخه به په را ستنېدونکو کډوالو او کورنيو بې ځایه شوو ولګول شي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې شاوخوا شپږ سلنه افغانان يا ۱٫۵۷ میليونه وګړي د خوړو د خونديتوب له جدي ننګونې سره مخ دي او یو ميليون افغان ماشومان هم له خوارځواکۍ کړېږي.

ښاغلی بايډن وايي اندېښمن دی چې په راتلونکي کال کې به کوربه ټولنې د راستنېدونکو او بې ځایه شوو کډوالو د کوربه توب وړتيا ونلري ځکه د هغه په وينا همدا اوس په ننګرهار او کابل کې د پوهنې او روغتيا سکتور له دباو سره مخ دی او دا لړۍ له نورو هېوادونو د کډوالو په را تګ سره دوام مومي.

د ډنمارک سفير اندرس سوبرګ چې هېواد يې تېر کال د بشري مرستو له غوښتنې سره ۳۰ ميليونه ډالره مرسته کړې وه وايي هېواد يې نورو مرستو ته هم ژمن دی خو هغه د افغان حکومت لخوا د کار د اغېز په لوړوالي ټینګار وکړ:

د وزیرستان بې ځایه شوي خوست ته کډوال شوي

"د حکومت او ځايي لورو د رول د پياوړي کولو لپاره هم بايد ځانګړي اقدامات وشي او دې موخې ته د رسېدو يوه لاره هم دا ده چې د بشري مرستو د دغه پروګرام ښه لګول دي. د بشري مرستو دغه پروګرام له هېواد او ځآيي شرايطو سره د بشري مرستو د همغږي کولو ښه لاره ده."

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال له ۷۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته راستانه شول او د کورنيو بې ځایه شوو لوړې کچې دوام وکړ

ملګري ملتونه او د افغان حکومت د بشري مرستو او له پېښو سره د مبارزې برخې چارواکي اوس هيله من دي چې د دغه راز مرستو لپاره د افغان حکومت تجربه او وړتيا هم د لوړېدو په حال کې ده او هیله ښيي چې د نورو پرمختيايي مرستو او پروګرامونو له مخې به د بشري مرستو اغېز هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې شاوخوا شپږ سلنه افغانان يا ۱٫۵۷ میليونه وګړي د خوړو د خونديتوب له جدي ننګونې سره مخ دي او یو ميليون افغان ماشومان هم له خوارځواکۍ کړېږي.

ورته مطالب