کورنیو چارو وزارت: د "خیالي پولیسو" توري پولیسو ته زیان رسولی

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د کورنیو چارو وزارت د ریښتینو پولیسو د شمېر معلومولو لپاره ۲۰ ارزوونکې ډلې ولایتونو ته استولې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي پلټونکې ډلګۍ به د خیالي پولیسو د مالومولو ترڅنګ د پولیسو د ستونزو، د هغوی د کمبوداتو او ظرفیت لوړولو په برخه کې هم څېړنې و کړي.

ښاغلي صدیقي زیاتوي د "خیالي" پولیسو کلمې د امنیتي او دفاعي بنسټونو او ځواکونو پر مورال منفي اغېزه کړي او په خبره یې چې د یادو ځواکونو د حیثیت د اعادې لپاره هڅه کوي.

وروسته له هغه چې د افغانستان لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په خپل یو راپور کې وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جوړښت کې خیالي پولیس شته.

"د هلمند ولايت امنيتي ځواکونو کې خيالي سرتېري شته"

حنیف بلخي: په افغانستان کې کېدای شي په سلګونو خیالي ښوونځي وي

د کورنیو چارو وزارت وايي ۲۰ څېړنډلې یې بېلو ولایتونو ته د همدې لپاره لیږلي چې د پولیسو په لیکو کې د خیالي تشکیلاتو په تړاو پلټنې وکړي.

سیګار د تېر کال په اکتوبر میاشت د امریکا د دفاع وزارت څخه غوښتې و چې هغه زره ګونه خیالي پولیس چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شته او په نوم یې امتیازات اخیستل کيږي په اړه یې دغې ادارې ته مالومات ور کړي.

د سیګار ادارې مشر جان ساپکو په یو لیک کې وویلي و چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تعداد او وړتیا تر منځ ډېر توپیر لیدل کيږي.

ښاغلي ساپکو په دې لیک کې د هلمند ولایت د چارواکو له خولې دا خبره هم کړې وه چې په دغه ولایت کې د پولیسو د جوړښت نیمه برخه د کاغذ پر مخ دي خو په حقیقت نشته او امتیازات یې په فساد د ککړو چارواکو جیبونو ته ځي.

د کورني چارو وزارت ویاند وايي، سیمو ته تللي پلاوي به د پولیسو د وړتیاوو لوړولو او تجیهزولو په برخه کې هم څېړنې وکړي او په راتلونکې کې به د یاد پلاوي شمېر له ۲۰ ډلو څخه ۴۵ هغو ته لوړ شي.

د ښاغلي صدیقي په وینا د خیالي پولیسو کلیمې زموږ د امنیتي ځواکونه پر مورال هم منفي اغیزه کړې:

"د خیالي پولیسو کلمې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونه چې باید د کارونو درناوی شوی وای، له بده مرغه دغې یوې کلیمې ډېر زیان ور اړولی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار وړاندې ویلي وو، د ریښتیونو افغان پولیسو او د هغوی د توانایۍ ترمنځ توپیر د پوښتنې وړ دی

خو دا ستونزه چې د ملي پولیسو لپاره یوه ننګونه ده، نو موږ پرېکړه وکړه چې ټولو ولایتونو ته دا ټیمونه واستوو، دغه ټیمونه له نژدې د پولیسو د اکمال او شته والي څرنګوالی وګوري او رپوټ ترې جوړ کړې، دا هڅې مو د همدې اندېښنې د لرې کولو لپاره دي."

افغان پولیسو ته هم مهاله د جګړې د لومړۍ کرښې ټینګول او په لویو ښارونو کې د عامه نظم ساتل ور له غاړې دي، په پولیسي ځواک کې د درغلیو له امله د نامنظموالي تورونه هغه څه دي، چې حکومت یې په وار- وار د کابو کولو ژمنې کړي دي.

اړونده مطالب