د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني ومړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې عالي شورا مرستیال په وینا ښاغلي ګیلاني له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه کې خورا مهم رول درلود

د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني نن ماښام شاوخوا اته بجې ( جنوري ۲۱ ) ومړ.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د له بي بي سي سره خبرو کې د پیر سید احمد ګیلاني مړینه تایید کړې ده.

د نوموړي په وینا ښاغلی ګیلاني درې ورځې مخکې د زړه حملې له کبله د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې بستري شوی و، چې نن ماخوستن ومړ.

طالبانو سره د سولې لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

''د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو لړ کې روسیه اندېښنې لري''

"حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

سید احمد ګیلاني د افغانستان سولې عالي شورا مشرتوب پر غاړه درلود او د عطاالرحمان سلیم په وینا نوموړي افغانستان کې د سولې ټینګښت لړ کې مهم رول درلود:

''پیر صیب له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه کې خورا مهم رول درلود او دغه راز د افغانستان حکومت او طالبانو لپاره هم د درناوي وړ شخصیت و، چې پر همدې بنسټ د طالبانو لخوا هم ځینې کسان هغه ته راغلي وو او پیر صیب هم یو شمېر کسان هغوی ته د خبرو لپاره لېږلي وو، موږ یوه ډېر ښه پړاو ته رسېدلي وو. ''

ژوند

پیر سید احمد ګیلاني ۱۹۳۲ کال کې د ننګرهار په سرخرود کې زېږېدلي او د نسب سلسه یې د قادریه طریقت لړۍ بنسټ اېښودونکي عبدالقادر ګیلاني ته رسېږي.

سید احمد ګیلاني د کابل په ابوحنیفه لیسه کې منځنۍ زده کړې وکړې او وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شو. نوموړي ۱۹۵۲ کال کې د افغانستان پخواني پاچا حبیب الله خان له لمسۍ عالیه سره واده وکړ.

د ښاغلي ګیلاني کورنۍ په افغانستان کې مهم سیاسي او روحاني حیثیت لري او له لسیزو راهیسې په دې برخه کې رول لري. نوموړی په افغانستان کې د قادریه طریقت سلسلې ' پیر ' په حیث پېژندل کېده او ګڼ مریدان یې درلودل.

نوموړی افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځونو له ننوتو وروسته د محاذ ملي په نوم ګوند جوړ کړ او د عمر تر پایه د دغه ګوند مشر پاتې شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ګیلاني ویلي و اوس د سولې ځای راغلی دی او باید ټول سولې ته کار وکړو

محاذ ملي د شپیتمې لسیزې پر مهال د هغو اوو ګوندونو د اییتلاف برخه و، چې مرکزونه یې پېښور کې و، خو د اوویایمې لسیزې اوږدو کې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه، محاذ ملي تر ډېره حده یوې څنډې ته شو او دا وروستیو کلونو کې یې هم د افغانستان په سیاسي چاپيریال کې رول ډېر جوت نه و.

د وروستیو کلونو فعالیتونه

د پير سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کړی و.

د تېر کال ۲۰۱۶ لومړیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا مشرتابه ته نوي کسان په رسمي ډول معرفي کړل، چې د دغې شورا لپاره یې نوی مشر سید احمد ګیلاني وټاکه.

هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري بخښي

غني وسله والو طالبانو ته په اشاره وویل خپل هېواد ورانولو کې خیر نه شته

د سولې شورا مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته سید احمد ګیلاني په خپلو لنډو خبرو کې ویلي و:

"د جهاد په وخت کې مو جګړه وکړه او دا ویاړ دی، خو اوس د سولې ځای راغلی دی او باید ټول سولې ته کار وکړو. زما پر غاړه یې یو لوی بار راواچوه، خلک او ملت دې له ما سره مرسته وکړي چې ښې پایلې ولري".

د انځور حقوق .
Image caption پیر سید احمد ګیلاني له جهادي مشرانو یو و، چې د محاذ ملي ګوند مشري یې پر غاړه درلوده

تېر سپتمبر کې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي تر منځ هوکړه د سولې د عالي شورا د مشر سید احمد ګیلاني، د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، سولې د عالي شورا د منشي عطاء الرحمن سلیم او د انجینر ګلبدین حکمتیار د ګوند د پلاوي ترمنځ لاسلیک شوه.

ښاغلی ګیلاني له جهادي مشرانو و، چې د محاذ ملي ګوند مشري یې پر غاړه درلوده.