هند کې افغان محصل په ۳۷ هېوادونو کې لومړی شوی

د انځور حقوق FB: halim.deedar
Image caption دیدار وايي، اوسمهال په همدرد پوهنتون سوداګرۍ برخه کې تدریس کوي.

يوه افغان محصل د هند په یوه پوهنتون کې د ۳۷ هېوادونو زده کړیالانو ترمنځ د سرو زرو مډال ګټلی.

دغه زده کړیال محمد حلیم دیدار نومېږي چې د هندوستان په جامعه همدرد پوهنتون کې يې د کمپیوټر ساینس په برخه کې تازه د ماسټري په کچه زده کړې بشپړې کړې دي.

ښاغلي دیدار د خپل پوهنتون په کچه د تر ټولو لوړو نومرو په اخيستلو سره دغه مډال ګټلی.

ده په ۲۰۱۵ کال کې د لیسانس په برخه کې هم ورته جایزه خپله کړې وه.

هند کې افغان محصل طلايي مډال ګټلی

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین دا د افغانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

دغه ځوان اوس په اسپانیا کې د دوکتورا لپاره بورس هم ترلاسه کړی دی.

همدرد پوهنتون د هند حکومتي پوهنتون دی چې د نړۍ شاوخوا ۳۷ هېوادونو محصلین پکې زده کړې کوي.

د انځور حقوق FB: Halim.Deedar
Image caption حلیم دیدار ته په ۲۰۱۵ کال د هند مرستیال ولسمشر محمد حامد انصاري د فراغت پرمهال طلايي مډال هم ورکړی و.

محمد حلیم دیدار بي بي سي ته وویل، هندوستان ته په شخصي لګښت د لیسانس او ماسټرۍ زده کړو لپاره تللی:

"ما لیسانس او ماسټري دواړه په شخصي لګښت بشپړ کړل."

نوموړي ته په ۲۰۱۵ کال د هند مرستیال ولسمشر محمد حامد انصاري د فراغت پرمهال طلايي مډال هم ورکړی و.

محمد حلیم دیدار په ۱۹۹۲ کال بغلان ولایت کې زیږېدلی، په همدې ولایت کې یې د خاتم الانبیاء ښوونځی لوستی او په لومړۍ نومره ترې فارغ شوی دی.

د انځور حقوق FB: Halim.Deedar
Image caption دغه ځوان اوس په اسپانیا کې د دوکتورا لپاره بورس هم ترلاسه کړی دی.

دی وايي، ماسټري یې هم په معلوماتي ټکنالوژۍ کې اخیستې ده.

دیدار وايي، اوسمهال په همدرد پوهنتون سوداګرۍ برخه کې تدریس کوي.

د هند همدرد پوهنتون کې شاوخوا ۱۷۰ افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.

اړونده مطالب