ټرمپ ته د طالبانو خبرداری: که بهرنی سیاست مو بدل نه کړ تاریخي ماته به وخورئ

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو په ویناپاڼه کې ښاغلي ټرمپ ته لارښوونه شوې چې د امریکايي جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسي.

د "سایټ اطلاعاتي ډله " چې پر انټرنټ د بنسټپالو ډلو فعالیتونه څاري وايي، طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو د امریکا له نوي ولسمشره ډونلډ ټرمپ غوښتي چې خپل سرتېري دې له افغانستانه وباسي او د مخکینیو دولتونو بهرنۍ تګلاره دې نه تعقیبوي.

ویناپاڼه لیکي چې که امریکا د مخکینیو ولسمشرانو، بارک اوباما او جورج بوش، تګلاره پرمخ بوځي د "له شرمه ډکې ماتې " تمه دې ولري.

طالبانو افغانستان کې د امریکا ۱۵ کلنې "ناکامۍ " ته په اشارې لیکلي، د دې ترڅنګ چې بهرنیو ځواکونو هم "بې ګناه افغانان ووژل " او هم مالي زیان ورواووښت، دغې جګړې په نړۍ کې د دوی اعتبار هم زیانمن کړ.

ټرمپ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره غږېدلی

"ټرمپ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت بشپړول غواړي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جنورۍ پر شلمه د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو سره وغږېد.

د طالبانو په ویناپاڼه کې ښاغلي ټرمپ ته لارښوونه شوې چې د امریکايي جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسي ځکه هغوی د جګړې د دوام لپاره ناسم رپوټونه ورکوي.

دوه ورځې وړاندې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د ویډیو کنفرانس له لارې افغانستان کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره وغږېد او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ملاتړ به کوي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نیویارک ټایمز: ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته لېوال ښکاري

د سپینې ماڼۍ بیانیه د ټرمپ پوځي پلانونه ډاګیزوي

"افغانستان، هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ پرې سترگې پټې کړې"

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته د ولسمشر ټرمپ وینا «مثبته نښه او د همکاریو د دوام لپاره ښه ګام» وباله.

دا مهال امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري او په پام کې لري چې دغه هېواد کې خپل سمندري ځواکونه ډېر کړي.

Image caption طالبانو له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د پخوانیو امریکايي ولسمشرانو تګلاره دې نه تعقیبوي.

د جنوري په اتمه د امريکا پوځ وویل، د افغانستان سوېل ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله ورلېږي. د دغو امريکايي پوځيانو دنده به تر ډېره افغان ځواکونو ته پر سلا مشورو ورټوله وي.

امريکايي رسنيو کې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې د امريکا سمندري ځواکونو دغه درې سوه کسيزه ډله راتلونکى پسرلى په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ له امریکايي سرتېرو غوښتلي چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا او ناټو له جګړييز ماموريت پای ته رسېدو نه وروسته دا دویم ځل دی چې امريکايي ځواکونه سويلي ولایت هلمند ته لېږل کېږي.

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته تللی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟