کابل؛ هغه ښار چې پارکینګ نه لري

د انځور حقوق Daniel Berehulak
Image caption کابل ښار، چې د موټرو لوی پارکینګ هم ورته ویل کېږي

د افغانستان په تر ټولو ګڼ وګړي ښار کابل کې د موټر درلو یا پارکینګ لږوالی ددغه ښار ډېرو اوسېدونکو ته اوس یوه لویه ننګونه ده.

دغلته په وروستیو کلونو کې ډیرې ودانۍ داسې جوړې شوي چې په کې د موټرو درولو جلا ځای او پارکینګ په پام کې نه دي نیول شوي.

د کابل د ټرافیکو چارواکي وايي دغه ستونزې د موټرو د ګرځېدو او منظم ټرانسپورټي سیستم چاره ګډوډه کړې، په پلارمېنه کابل کې د رسمي شمېرو له مخې پنځه سوه زره ډېر موټر تګ راتګ کوي.

د کابل په ګڼې ګوڼې سیمې، ده افغانان هغه سړک دی چې تر ډېره موټر چلوونکي د تګ راتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

په ګڼ مېشتې هرات ښار کې د موټرو د تمځايونو ستونزه

''د ملي شورا غړي ګاډو ته جعلي پلیټونه لګوي''

دلته د سړک یوې څڼده کې یو لاسي خرڅونکی ولاړ دی، بل کس موټر درولی او خوراکي توکي اخلي. د سړک بلې غاړې ته عام خلک کرايي ګاډو ته په تمه دي. دا ددې لامل شوي چې په دې واټ تلونکي ګاډو اوږده کتارونه جوړ شي، ځکه ددوی د تګ راتګ لار بنده شوې.

یو موټر چلونکی چې په سړک ولاړ دی او ظاهرا یې لاره هم بنده کړې له ده به وپوښتم ولې غاړې ته نه دریږي:

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی صدیقي وايي، ښارونو کې معمولاً دوه ډوله پارکینګونه وي.

"زموږ ټرافیک پولیس له دې امله چې پارکینګ ،تم ځای او د موټرو د ودریدو لپاره سم ځای نشته له ډیرو ستونزو سره مخ دي" .

ښايي ډيرو ته په ښار کې دموټرو ولاړ کتارونه داسې ښکاره شي چې ګواکې د کابل دټرافیکو اداره پښه پرځای ده ، خو ټرافیک پولیس له ټولو لالهاندیو سره نه دي توانیدلي ښار کې دګڼې ګوڼې مخه ونیسي او موټرو ته دتګ راتګ لارې سمې کړي .

د کابل د ټرافیکو عمومي مشر محبوب سادات وایي د ځینو نورو لاملونو تر څنګ یو هم د پارکینګ نشتوالی دی چې تر ډیره یې په کابل کې د سړکونو نظم خراب کړی دی او لوی سړکونه له دې امله تنګ شوي چې له څنډو یې دپارکنیګ په ګټه پورته کیږي.

بې پارکینګه ښکلې ودانۍ

"تاسې ته معلومه ده پخوا چې موټر لږ و هر سړک غاړې ته د ودریدو ځای و او اوس هغه پخواني ځایونو کې تر ډیره ودانۍ جوړې شوي دي".

جنجال هغو ښکلو ودانیو لا ډير کړی چې په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوي ، ښار به ښکلی کړی وی خو سردردی یې دادی چې پکې دموټرو ودرولو ځانګړي ځای ته هیڅ پام نه دی شوی.

د انځور حقوق .
Image caption د کابل ترافیکو ریاست وايي، لاسي خرڅوونکي د موټرو د پارکینګ ځای نیولی

د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي په دې لټه کې دي چې د وسایطو د ودریدو لپاره ځایونه جوړ او دښار نا منظم ترانسپورتي سیستم په لاره کړي.

د کابل د لسمې ناحیې مشر نظام الدین وحدت وایي دپارکینګ جوړولو لومړی ګام به یې د نوي ښار په سیمه کې وي، دا پارکینګ به له ایمرجنسي روغتونه پیلیږي او تر حاجي یعقوب څلور لارې به غځیږي.

په نوره نړۍ کې د سړک غاړو پارکینګونو تر څنګ څو پوړیز پارکینګونه جوړ شوي چې موټر چلونکي د پیسو په بدل کې خپل موټر هلته ودروي خو په افغانستان کې لا دغسې تجربه لږه او ځینو ځایونو کې خو بیخي لا نشته .

غزني ښار کې د موټر سايکلو ګرځول بند شوي

په کابل ښاروالۍ کې د ټرا فیکو برخې انجیینر سهراب صدیقي وایي کابل ښاورالۍ په پام کې لري په دې ښار کې هم دغه ډول پارکینګونه جوړ کړي.

زموږ هدف دا دی چې دا پارکینګ جوړ کړو وګورو چې خلک ورسره څومره اشنایي پیدا کولی شي که چیرته دا تجربه په ۵ یا ۶ میاشتو کې ښه وه نو د ښار نورو څنډو کې به یې هم جوړو .

افغان دولت تکل لري چې د ښه ټرانسپورټي سیسټم د رامنځ ته کولو لپاره د ټرافیکو مدیرت له کابل ښاروالۍ سره یوځای کړي.

د ټرافیکو ادارې د شمیرو پر بنسټ کابل ښار د ۳۰ زرو موټرو د تګ راتګ لپاره دی خو اوسمهال په دغه ښار کې له ۵ سوه زرو ډیر کوچني او لوې موټرونه ګرځي چې یو ډول نه یو ډول یې ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې.

د انځور حقوق .

"په ټوله کې دوه ډوله پارکینګونه دي یو د سړک غاړې او بل په نورو ځایونو کې زموږ سړکونه په ډیرو سیمو کې پراخ دي موږ د پارکینګ لپاره ډیر ځای لرو خو سمه ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

له څو خصوصي شرکتونو سره په خبرې کو او دا خبرې پیل شوي چې خصوصي سکټور د پارکینګونو جوړولو لپاره وهڅو".

اوس نو که ددې کار سمونه پولیس کوي که ښاروالي ، د ډیرو لپاره اړینه خبره ځکه ده چې که چاره برابره شي دوئ به له زړه تنګي انتظار او ښار به دموټرو له بیروباره وژغورل شي.

کابل کې له موټرو د تورو هندارو لرې کول پیل شول

اړونده مطالب