خوست کې ۱۵۰ کرپټي 'ګرین هوس' جوړېږي

Image caption خوست کې د شنو خونو لړۍ ولسوالیو ته هم غځول کېږي

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ کرپټو (ګرین هوسونو) د جوړولو چارې پیل کړې دي.

دوی وایي، چې د ګلخانو جوړولو چارې دا وخت د خوست په مرکز سربېره، په تڼیو، ګربزو او اسمعیل خېلو ولسوالیو کې روانې دي.

غه پروګرام د کارډېف (د کرنې د ودې او د کلیو پراختیا) لخوا د کرنې وزارت په چوکاټ کې تنظیمیږي.

د خوست د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وایي: "روان کال وزارت زموږ او د ولایتي ادارې د پرله پسي هڅو وروسته سل ګلخانې منظورې کړي او تېره میاشتې یې ۵۰ نورې هم منظورې کړې. زه له اړوند وزارت څخه غوښتنه کوم، چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې شنې خونې جوړې کړې، ځکه د خوست اب او هوا هر ډول کر ته مناسبه ده. "

هرات کې د کرنې په موخه له شنو خونو ګټه اخیستل زیات شوي

افغان بڼوال او کروندګر سړ خونې غواړي

انجنیر نصرت زیاتوي، د شنو خونو مرکزیت یې د خوست اسمعیل مندوزیو ولسوالي ګرځولي او دا کار یې ځکه کړی، چې دا سیمه د هر ډول کر لپاره مناسبه ده.

د خوست د کرنې ریاست چارواکي او د دغه ولایت کروندګر وایي، په دغه ولایت کې په روان ژمي کې د شنو خونو له برکت بازار ته یې حاصلات وړاندې کړي دي.

Image caption د خوست د کرنې ریاست چارواکي او د دغه ولایت کروندګر وایي، په دغه ولایت کې په روان ژمي کې د شنو خونو له برکت بازار ته یې حاصلات وړاندې کړي دي.
Image caption د خوست اوسېدونکی انجنیر عمر ګل چې ګلخانه لري وایي، مخکي یې د ژمي په موسم کې سبزیجات او ترکارۍ نه کرلې ځکه ساړه ډېر و او حاصلاتو یې د پام وړ نه وو خو د شنو خونو په جوړولو سره یې ژوند بدلون کړی دی.

د خوست اوسېدونکی انجنیر عمر ګل چې ګلخانه لري وایي، مخکي یې د ژمي په موسم کې سبزیجات او ترکارۍ نه کرلې ځکه ساړه ډېر و او حاصلاتو یې د پام وړ نه وو خو د شنو خونو په جوړولو سره یې ژوند بدلون کړی دی.

دی وایي: "له کله نه مو چې شنه خونه جوړې کړي د ورځې له مخې له ۱۵ نیولي تر ۴۵ زرو افغانیو پورې حاصلات لرو، چې دا زموږ د ژوند د ښه کیدو لپاره ډېره مهمه ده. "

د خوست یو بل اوسېدونکی قاسم وایي، دا وخت یې په خپل شنه خونه کې بادرنګ، تڼدي او یو شمېر نور سبزیجات کرلې: "له سر خلاصو ځمکو سره شنې خونې ډېر فرق لري یعنې اوه برابره شنې خونې پرې ښه حاصلات ورکوي. "

کرنیز محصولات ډېر شوي خو څنګه ورته بازار ومومو؟

خوست یو شمېر ښاریان هم وایي، چې پخوا په ساړه موسم کې سبزیجات ډېر په ګران او لوړه بیه پیدا کېدل خو په وینا یي سږ د شنو خونو په جوړیدو سره تازه سبزیجات په ټیټ قیمت ترلاسه کوي.

د خوست اوسیدونکی بصیر الله چې تازه ترکاري یې له یوې هټۍ څخه رانیوله بي بي سي ته وویل: "تقریباً تېر کال مو نژدې ټول سبزیجات په لوړه بیه رانیول خو دا ژمۍ د ترکاریو قیمتونه ټیټ شوي دي. "

Image caption د خوست یو اوسېدونکی قاسم وایي، دا وخت یې په خپل شنه خونه کې بادرنګ، تڼدي او یو شمېر نور سبزیجات کرلې
Image caption خوست یو شمېر ښاریان هم وایي، چې پخوا په ساړه موسم کې سبزیجات ډېر په ګران او لوړه بیه پیدا کېدل خو په وینا یي سږ د شنو خونو په جوړیدو سره تازه سبزیجات په ټیټ قیمت ترلاسه کوي.
Image caption د ګلخانو خاوندانو د کرنې ریاست سره د لا ښې همغږۍ او ستونزو د شریکولو په موخه یوه شورا هم جوړه کړې ده.

د ګلخانو څښتنان له کرنې ریاست سره د لا ښې همغږۍ او ستونزو د شریکولو په موخه یوه شورا هم جوړه کړې ده.

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ګلخانې علاقمندو کروندګرو ته له پچې اچولو او یو شمېر شرطونو پوره کولو وروسته په ۵۰ سلنې ګټه جوړه وي.

کابل کې ۳۰۰ کرنیزې پروژې پیلېږي

چارواکي او خلک دواړه له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې خوست د کرنیزو ولایتونو له ډلې دی خو په تېرو ۱۵ کالونو کې دغه ولایت ته په کرنیزه برخه کې لږ پام شوی دی.

Image caption د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، ګلخانې علاقمندو کروندګرو ته له پچې اچولو او یو شمېر شرطونو پوره کولو وروسته په ۵۰ سلنې ګټه جوړه وي.
Image caption چارواکي او خلک دواړه له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې خوست د کرنیزو ولایتونو له ډلې دی خو په تېرو ۱۵ کالونو کې دغه ولایت ته په کرنیزه برخه کې لږ پام شوی دی.

اړونده مطالب