د سربيا پلازمينه بلګراد کې کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي

د سربيا پلازمينه بلګراد کې کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي

د سربيا په پلازمينه بلګراد کې کډوال چې ډېری يې افغانان دي په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

دغه اوونۍ په دې سيمه کې د تودوخې درجه منفي ۱۳ ته ورسېږي او کډوال به مجبور وي چې بهر په سړه هوا کې ويدي شي.

د سربيا حکومت بيا وایي، کډوالو ته د اوسېدو ګرم ځایونه او خوراکي توکي په خوندي استوګنځویونو کې برابر شوي خو له ډېرو سره د شړلو وېره شته او دوی په غیر قانوني لارو هنګري ته د اوښتو او له هغې لارې نورو اروپایي هېوادو ته د تګ هڅې کوي.