کورنیو چارو وزارت د دوستم د ساتونکو نیولو چمتووالی ښودلی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاغلي دوستم نژدې کسانو له احمد ایشچي سره د دوستم یا د هغه د نژدې کسانو د ناوړه چلند خبر رد کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د نهو ساتونکو د نیولو لپاره چمتووالی ښودلی، خو وايي تر اوسه یې کوم څرګند ګام نه دی پورته کړی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د تېرې سې شنبې په ورځ (سلواغه ۵ مه) د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره د ناوړه جنسي ځورونې د تور له کبله د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، لویې څارنوالۍ دغه وزارت ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي چې پولیس دې یاد کسان ونیسي.

د لومړي مرستیال دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم شوی

دوستم پر ده له لګېدلو تورونو وروسته کابل ته ستون شو

د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا ددغو کسانو په نیولو کې به کوم خنډ رامنځ ته شي که څنګه؟ ښکاره څه ونه ویل، خو ټینګار یې دا و چې پولیس له لویې څارنوالۍ سره د ښاغلي ایشچي د دوسیې په اړه د ښاغلي دوستم د ساتونکو د نیولو په چاره کې همکاري کوي، خو کله یې چې عملاً ګام پورته کړ، رسنۍ به پرې خبرې کړي.

وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي وو، لویې څارنوالۍ د نیولو امر کړی او د کورنیو چارو وزارت یې په عملي کولو مکلف دی، خو که دا کار ونه شو، نو لویه څارنوالي به په بشپړې خپلواکۍ سره "راتلونکی ګام" پورته کړي:

"د افغانستان لویه څارنوالي او عدلي او قضايي بنسټونه په بشپړې روڼتیا او خپلواکۍ سره کار کوي. هغوی خپل حکم صادر کړی دی چې پکې ویل شوي دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال نهه ساتونکي باید ونیول شي او د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې د لویې څاروالۍ حکم پر ځای کړي، خو که دا کار ونه شو، د افغانستان لویه څاروالي بشپړه عدلي او قضايي خپلواکي لري چې نور ګامونه پورته کړې او حکومت به پکې مداخله ونه کړي او دوی بیا پخپله بل ګام اخیستی شي. "

پر همدې مهال، د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي ویلي، حکومت د یادې قضیې په اړه پرېکړه کړې چې قضايي بنسټونه دا مسله وڅاري او د هېواد د اساسي قانون مطابق عمل وکړي:

''د ښاغلي دوستم او ایشچي د دوسیې په هکله د ملي یووالي حکومت دریځ روښان و، دا پېښه شوې ده. حکومت پرېکړه کړې ده چې باید د عدلیې او قضايي بنسټونو له خوا له حقوقي او قانوني اړخونو دا پېښه وڅېړي او دا قضیه له سیاسي ټکر پرته د افغانستان له قوانینو سره سمه و څېړل شي. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ایشچي ادعا کړې چې دوستم یې خپلو ساتونکو پر ده (ایشچي) د جنسي تېري امر وکړ

بل خوا، د ښاغلي دوستم ځینو پلویانو په یوه لاریون کې له ولسمشر غني غوښتي چې د دوستم پرضد د "دښمنانو د دسیسې" مخه ونیسي، خو خبرداری یې ورکړی که دا "دسیسه" پای ته ونه رسېږي، خپلو سوله ییزو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د ښاغلي دوستم نژدې کسانو له احمد ایشچي سره د دوستم یا د هغه د نژدې کسانو د ناوړه چلند خبر رد کړی او وايي چې د جوزجان ملي امنیت هغه جوزجان ته د طالبانو د نفوذ لپاره د زمینې برابرولو په تور نیولی و، خو ښاغلی ایشچي بیا دا تورونه ردوي.

'د جنرال دوستم د قضیې په اړه پلټنې روانې دي'

اړونده مطالب

ورته مطالب