سپین بولدک: د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption .

د افغان سرحدی پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت د سپين بولدک او شورابک ولسواليو ترمنځ د سرو څاګانو په سيمه کی شوې.

د کندهار پولیسو وياند ضیا درانی وايي، د حکومت وسله والو مخالفانو غوښتل له دغې لارې افغانستان ته ننوځي، چې سرحدي پوليسو پرې بريد کړی او په وینا یې پاکستاني ملېشو د مخالفانو د دفاع لپاره پر افغان سرحدي پوليس متقابلې ډزې کړې.

''د سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې دروازې پر پرانیستلو هوکړه شوې''

د چمن او بولدک ترمنځ دروازه پرانیستل شوه

نوموړی وايي، نښته نیم ساعت روانه وه.

ضیا درانی وايي، په دې پېښه کي يو سرحدي پوليس وژل شوی او یو بل ټپی دی.

د هغه په خبره په پېښه کې د افغان حکومت وسله والو مخالفينو او پاکستاني ملېشو ته هم تلفات اوښتي چي دوی ته یې کره شمېر معلوم نه دی.

د حکومت وسله والو مخالفانو او پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.