په ماشومتوب کې تښتول شوی په زلمیتوب کې له یرغملګرو وتښتېد

د انځور حقوق Khost Afghan Police
Image caption سید رحمان په ۱۵ کلنۍ کې تښتول شوی و، او اوس شل کلن دی.

د خوست امنیتي چارواکي وايي سید رحمان پنځه کاله وړاندې له باک(باک) ولسوالۍ د پکتیا یوې ناامنه ولسوالۍ ته تښتولی شوی وو، خو تېره شپه په تېښته بریالی شوی او د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته یې ځان رسولی دی.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وايي، سید رحمان په ۱۵ کلنۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې په تړاو تښتول شوی وو چې اوس یې عمر شلو کلونو ته رسیدلی دی.

* غور کې دوه تښتول شوې ښوونکې خوشې شوې

* د تښتول شوې الوتکې د عيني شاهدانو له خولې کیسه

د نوموړي په وینا پولیسو بیا وروسته د سیمې د خلکو په مرسته سید رحمان پیدا او د هغه له بدنه یې ځنځیرونه خلاص کړل.

ښاغلی غیرت وايي د سید رحمان د تښتولو په تور یې دوه کاله وړاندې یو شکمن کس نیولی چې اوس هم په زندان کې دی. او اوس یې په دغه پېښه کې ښکېل ټول کسان پېژندلي چې په وینا یې ژر به یې ونیسي.

پنځه کاله په یوه خونه کې تېرول

د انځور حقوق Khost Afghan Police
Image caption سید رحمان له زولنو سره له یرغملګرو تښتېدلی دی.

له تښتوونکو را خوشی شوی ځوان سیدرحمان چې تر پنځو کلونو بند وروسته د ازادۍ خوند څکي د خپل بند په اړه وايي:

"پنځو شپږو کسانو یووړم، پنځه کاله په یوه خونه کې وم، پنځه کاله وروسته ما خپله دا توره وکړه، چې ځان مې ځاځي میدان ته راورساوه او بیا پولیسو د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته راوړم".

په توره شپه کې تېښته

د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وایي، کله چې سید رحمان تېره شپه لمونځ کړی، نو په دغه مهال چانس په لاس ورغلی چې وتښتي او د شپې په تیاره کې یې یرغملګر پیدا نه کړي.

په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د انسان تښتولو او یرغمل نیولو پېښې ډېرې شوې دي، خو امنیتي چارواکي وايي چې له عاملینو سره یې به سخت چلند وکړي.

د انځور حقوق Khost Afghan Police
Image caption سید رحمان ځان ولسي خلکو ته سپارلی او هغوی امنیتی ځواکونو پر خبر کړي دی.

اړونده مطالب