کډوال: چې پاکستانی پوځ له وزیرستان ونه وځي نه ستنېږو

Image caption په وزیرستان کې د عملیاتو له امله ډېرې کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم کډه شوې.

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته له وزیرستان څخه راغلو کډوالو خپلو سیمو ته د نه ستنېدو پرېکړه کړې.

دوی وايي تر هغه چې د وزیرستان له ټولو سیمو پاکستاني پوځیان نه وي وتلي خپلو کورونو ته به ستانه نه شي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د شاوخوا اوو زرو کورنیو مشرانو ویلي، که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو پنځوس لکه پاکستانۍ روپۍ به ناغه کیږي او هم به یې کور سوځوي.

* له خوست څخه وزیرستان ته د کډوالو ستنېدل

* وزیرستاني کډوال خپلو مېنو ته ستنېدل نه غواړي

د پکتیکا والي والي الیاس وحدت وايي، خپلو مېنو ته ستنېدل او نه ستنېدل د وزیرستاني کډوالو خپله پرېکړه ده.

په وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو له پیل سره شاوخوا دوه سوه زره کډوال خوست او پکتیکا ته کډه شول.

د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته له خوست ولایت څخه د مسودو قوم پرته د نورو کډوالو د وتلو لړۍ پیل شوې خو لا هم زرګونه نورې کورنۍ په خوست او پکتیکا کې پاتې دي

د انځور حقوق Faridullah Zahir
Image caption تېره اونۍ له خوست په لسګونو کورنۍ وزیرستان ته ستنې شوې.