افغان چارواکي په ننګرهار کې د لسو وسلوالو د وژلو ادعا کوي

د انځور حقوق MOI
Image caption افغان چارواکي وايي، په هوايي عملیاتو کې د داعش یو مهم قومندان وژل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې یې په دوو عملیاتو کې د داعش یو قومندان او د دې ډلې نهه وسلوال وژلي او دوه ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اچین ولسوالۍ په باندر کلي کې یې تېر مازیګر په هوايي عملیاتو کې د داعش قومندان قاضي شاهد او اووه نور وسلوال وژلي دي.

چارواکي وايي، په بمبار کې د دې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

* جلال اباد کې د کتاب لوست

* ننگرهار د گلو هار په انځورونو کې

په خبرپاڼه کې راغلي چې په هسکه مېنه او رودات ولسوالیو کې د داعش او افغان ملي پولیسو ترمنځ نښته کې د داعش درې غړي وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دواړه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ننګرهار ولایت په افغانستان کې د داعش اصلي مرکز بلل کېږ.ي

اړونده مطالب