له کتاب لوستلو سره د خوستوالو مینه ډېره شوې

Image caption د خوست ادبي بهیر مسؤولین وایي، تر ډېره یې کتاب وېشلو ته بېوزله مینوال په پام کې نیولي او هغو کسانو ته به هم کتاب ورسوي، چې په سختۍ سره کتاب ته لاسرسی لري.

خوست کې تر بل هروخت له کتاب لوستنې او مطالعې سره د خلکو مینه زیاته شوي ده. یوشمېر یې لوی لامل په دغه ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون بې ساري وده د علمي بنسټونو شتون او ترڅنګ یې د یو شمېر فرهنګیانو لخوا د کتابونو او مطلعې لپاره روانې پرله پسې هڅې بولي.

له تېر یوه کال راهیسې څو بنسټونو د کتاب لوستنې او د مطلعې د دودولو لپاره پراخې هڅې او کمپایونو نه پیل کړي دي.

د خوست ادبي بهیر څو میاشتې وړاندې د کتاب اونۍ په ویاړ د یو کال لپاره په وړیا ډول د کتابونو وېش پیل کړ، چې اوس هم روان دی.

د کتاب نړیواله ورځ او د لوستلو ستونزې

کابل کې د 'زر کتاب لوستونکې څېرې' وړیا کتابتونونه

د خوست ادبي بهیر مسؤولین وایي، تر ډېره یې کتاب وېشلو ته بېوزله مینوال په پام کې نیولي او هغو کسانو ته به هم کتاب ورسوي، چې په سختۍ سره کتاب ته لاسرسی لري.

خوست ادبي بهیر له تېر یو نیم کال راهیسې د خوست نوموتو فرهنګي شخصیتونو جوړ کړی، چې تر ډېره مختلفې فرهنګي ورځې، شخصیتونه نمانځي او ترڅنګ یې د نورو خیر ښېګڼو سربېره خلک او ځانګړې ډول ځوانان کتاب لوستنې ته هم رابولي.

د خوست ادبي بهیر ځوان غړي ژورنالیست او لیکوال نورا جان بهیر بي بي سي ته وویل، تر دې دمه یې شاه وخوا ۱۲۰ کسانو ته ۷ سوه کتابونه په وړیا ډول وېشلي او دغه هڅه به تر څو نور میاشتو پورې هم دوام ولري:

"موږ هره اونۍ په نوبتي ناستو کې هم تر ۵ پورې هغو ځوانانو ته چې کتاب لوستلو سره مینه لري خو د اخیستو وس یې نه لري، په مختلفو کتابونو مشتملې ډالۍ ورکوو. "

Image caption تېره اونۍ د خوست اطلاعاتو فرهنګ ریاست اړوند له عامه کتابتون سره هم د دغه ولایت یوه اوسېدونکي او ژباړونکي لاهور منګل د ۲۱۵ مختلف عنوان کتابونو وړیا مرسته وکړه.
Image caption له تېر یوه کال راهیسې څو بنسټونو د کتاب لوستنې او د مطلعې د دودولو لپاره پراخې هڅې او کمپایونو نه پیل کړي دي.

نوموړی زیاتوي "یو سفر مو ځاځي میدان او بل مو پکتیا ته وکړ، هلته مو ځوانانو ته کتابونه ووېشل. دوی مو وپوهول، چې کتاب څه مانا او کتاب څومره ارزښت لري هلته مو ځوانان ولیدل، چې له کتاب لوستلو سره څومره مینه لري خو بېوزلۍ او لیرو پرتو سیمو یې د مطالعې مخه ډب کړې ده. "

د پکتیا پوهنتون استاد ایمل ښمر د کتاب پر مینوالو او ځوانانو د کتاب وېشلو دغه فرهنګ تر ټولو لوړ او ګټور ارزښت یاد کړ او له نورو بنسټونو یې هم وغوښتل، چې دا ډول مثبتو کمپاینونو کې برخه واخلې:

"موږ د کتابونو د لوستلو، یا د اوریدلو د ارزښت په اړه ډېر څه اوریدلي او لوستلي خو عملي برخه یې بیا تر ډېره نيمګړې ده خو زما په فکر او باور د بل چا د لاس نه کتاب اخیستل او بیا د کتاب مینه وال ته په لاس کې ورکول ۸۰ سلنه د مطلعې دود او دوستور پیاوړتیا ته لاره هواره وي. "

پردې سربیره په خوست یو بل بنسټ افغان بدلون هم د جنوري په لسم د کتاب د راټولو کمپاین پیل او د مارچ تر ۱۰ پورې به دوام وکړې.

شعرستان او درې کمالونه یې

د دغه بنسټ یوه مسؤول سید مرجان هڅاند وایي: "تراوسه مو ۱۰ زره مختلف عنوانه کتابونو راټول کړي. موخه دا ده، چې لیرې پراتو سیمو ته کتابونه ورسوو او د کتابونو د لوستنې فکر خور کړو. "

د دې ترڅنګ د خوست صبریو ولسوالي یو له نا امنو سیمو څخه حسابیږي خو ځوانانو یې د کتاب لوستنې ته مټې رابډ وهلي او په دغه ولسوالۍ کې یې عامه کتابتون جوړ کړی دی.

د بدلون په نوم ټولنیز بنسټ هم د هیواد په مختلفو سیمو کې کتابونو راټولوي او بیا یې خپل عامه کتابتونو کې ځای پرځای کوي او د دغه ولسوالۍ لسګونه زده کوونکي په ورځني ډول ترې ګټه اخلي.

Image caption د خوست ادبي بهیر ځوان غړي ژورنالیست او لیکوال نورا جان بهیر بي بي سي ته وویل، تر دې دمه یې شاه وخوا ۱۲۰ کسانو ته ۷ سوه کتابونه په وړیا ډول وېشلي او دغه هڅه به تر څو نور میاشتو پورې هم دوام ولري:
Image caption خوست صبریو ولسوالي یو له نا امنو سیمو څخه حسابیږي خو ځوانانو یې د کتاب لوستنې ته مټې رابډ وهلي او په دغه ولسوالۍ کې یې عامه کتابتون جوړ کړی دی.

د دغې بنسټ مشر رفیق جنبش وایي: "۲ زره ۵ سوه کتابونه کتابتون کې لرو او د ورځې لسګونه کسان ترې ګټه اخلي. "

تېره اونۍ د خوست اطلاعاتو فرهنګ ریاست اړوند له عامه کتابتون سره هم د دغه ولایت یوه اوسېدونکي او ژباړونکي لاهور منګل د ۲۱۵ مختلف عنوان کتابونو وړیا مرسته وکړه.

ده وویل: "وروستۍ لیکل شوي کتابونه او څېړنې، چې دغې کتابتون نه لرل ما د دې لپاره ورکړل چې ځوانان له کتاب سره اشنا شي ورکړل او له اړوندې ادارې مې غوښتنه ده، چې د کتابونو ساتنه وکړې. "

اړونده مطالب

ورته مطالب