"د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د تخار والي ډاکټر محمد یاسین ضیا د بي بي سي له داوود اعظمي سره په مرکه کې ویلي " د تخار ولایت د ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي".

د افغانستان د شمالي ولایت تخار والي وايي چې یو شمېر سیمه ییز امنیتي چارواکي او د پارلمان ځينې غړي په دغه ولایت کې په ناامنیو او د نشع يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

محمد یاسین ضیا له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، په جرمونو کې د ښکېلو کسانو ساتنه د یو شمېر دولتي چارواکو له خوا کېږي.

ښاغلي ضیا ځينې چارواکي فاسد وبلل او په دې یې تورن کړل چې نه یوازې په وژنو او تښتونو کې لاس لري بلکې پر طالبانو وسلې هم پلوري.

د شمال وسله والو ډلو کابل اندېښمن کړی

د تخار چارواکي- اشکمش ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوه

د تخار لرغوني توکي لا هم خوندي نه دي

د انځور حقوق Getty Images

نوموړي نامسوله وسلوالې ډلې د ناامنیو د ډېرېدو لامل بولي او دا هم مني چې ځينې بهرني اورپکي هم هلته فعالیت کوي.

تېر کال طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ ونیوله چې دولتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو بېرته خپله کړه. د درقد او خواجه غار ولسوالیو ځینې سیمې هم کله د طالبانو او کله د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې وي.

د سنګسار پېښې تر شا مشکوک قوماندان نیولی شوی

تخار کې د 'جندالله' ډلې شپږ غړي نیول شوي

خو ښاغلی ضیا وايي چې په خپل ولایت کې یې د حالت د ښه کېدو لپاره ځينې ګامونه پورته کړي دي او هیله ښيي چې مرکزي حکومت به همکاري ورسره وکړي.

د تخار په شان هغو ولایتونو کې چې د اداري فساد، د مخدره توکو د قاچاق او په ناامنیو کې د چارواکو د ښکېلتیا ستونزه وي، دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې د ولایت لوړپوړي چارواکي په فساد ککړ کسان له دندو نه لېرې کوي؟

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلی ضیا وايي سره له دې چې "په فساد کې یو شمېر ښکېل کسان یې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د قانون منګولو ته سپارلي" خو د له دې سر ټکوي چې د اداري اصلاحاتو سیستم دوی ته د ژر تر ژره اقدام موقع نه ورکوي.

د ښاغلي ضیا په وینا د ده ولایت کې د مخدره توکو قاچاق وړونکي خپلې وسله والې ډلې لري او د ځینو ملاتړ په مرکز کې د "چارواکو له خوا کېږي چې ځینې یې د پارلمان وکیلان دي".

دا لومړی ځل نه دی چې یو افغان چارواکو د پارلمان ځینې وکیلان په دې تورنوي چې ګواکې د یو شمېر قاچاقچیانو او په فساد تورونو کسانو ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images

د تخار والي وايي ښکېل چارواکي پر اړوندو وزارتونو فشار راولي چې دوی پورې تړلي نامسوله وسله وال محاکمه نه شي.

د ځینو چارواکو په وینا تخار یوازینی شمالی ولایت نه دی چې ناامني پکې خپره ده او د مخدره توکو قاچاق ته پکې لار هواره ده. ګاونډيو کندز، بدخشان او بغلان ولایتونو کې هم ناامنیو د نامسولو وسله والو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې.

دولتي ځواکونو د تخار خواجه غار ولسوالي له مخالفینو بېرته ونیوله

تخار کې د پولیسو قومندان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي