د پکتیکا برمل کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدا وېره ده

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیو ناروغي لا هم د نړۍ په کچه څلورو هېوادونو پاکستان افغانستان او نایجریا کې شته او ماشومان ترې کړیږي.

د افغانستان جنوب ختیځ پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې تېر ۲۰۱۶ کال د ګوزڼ ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او لا هم د دغې ناروغۍ د خپرېدا وېره موجوده ده.

په دغه ولسوالۍ کې د پولیو د اوو پېښو تر شا یو شمېر لاملونه شته.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول او ویاند سید کمال شاه اغا وایي، له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولسوالۍ کې ۱۲ زره وزیرستاني او ۱۵ زره د سیمې اوسېدونکو ماشومانو ته واکسین نه دي شوي.

ده په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل: "وزیرستاني کډوالو ته خو په کالونو کالونو د پولیو پر ضد واکسین نه دي ترسره شوي ۶ د پولیو مثبتې پېښې د دوی په ماشومانو او یوه یې هم د برمل په یو ماشوم کې پيدا شوي، چې هغې هم وزیرستان ته تګ راتګ درلود."

کوټه: کلا عبدالله کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی

بلوچستان کې زرګونه ماشومان پولیو واکسین نه پاتې شوي

پکتیکا کې د پولیو د برخې خبریال عبدالملک شفق وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې لا هم پر زیاتو خلکو د واکسیانو په اړه منفي فکر او ذهینت خپور دی:

"زه له سیمې یوازې د پولیو ناروغۍ په اړه خبرونه خپروم، زه چې د برمل په اړه څومره معلومات لرم ۲ زره ۴ سوه کورنۍ نه غواړي، چې ماشومان یې واکسین شي، ځکه دوی له واکسین یو ډول کرکه لري."

وزیرستاني مشران

خو تازه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ماشومانو په اړه د ګوزڼ ضد واکسین له پیل سره سم یو شمېر وزیرستاني مشرانو رسنیو ته وویل، دوی اوس د پولیو د خطرناکې ناروغۍ په اړه پوهېدلي او خپل ماشومان واکسینوي.

یو وزیرستاني مشر سیدګي نواز وویل: "څو قومونه موږ هلته اوسیږو حاضر یو، چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړو، خپل ځوانانو مو د عامه پوهاوي او د واکسینو مؤسسې سره په نورو برخو کې لګولي دي او له دوی سره هر ډول مرستې ته چمتو یو."

نواز زیاتوي: "موږ خلکو ته ووایو، چې د واکسیناتوران ستاسو خدمت کوي بل څه هدف نه لري."

د پکتیکا یو بل وزیر اوسیدونکی رحمان ګل وایي: "موږ او ځوانان د پولیو پر ضد د ادارې سره پوره همکاري لرو، ځکه زموږ د کاونډ یو ماشوم چې په ګوزڼ اخته شو موږ له دغې ناروغۍ سخت ووېرېدو."

په برمل کې د روغتیا یوه چارواکي ضیاء الرحمن خبریالانو ته وویل، دوی له تېرو ۵ میاشتو راهیسې ۲۰ د پولیو شکمنې پېښې ثبت کړې دي:

"یوه تازه اتمه پېښه هم موږ ثبت کړې ده، خو تراوسه د عامې روغتیا وزارت لخوا تایید شوې نه ده."

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې د یونیسف اداره وایي، برمل یې د خاص نظر لاندې نیولي او هغې سیمې ته اوس دوی لاسرسی لري.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د واکسینو مشر محمد عظیم وایي، دوی دا وخت د پکتیکا برمل ولسوالۍ لپاره دوه د عامه پوهاوي کسان لري او دوی خلک هڅوي، چې ماشومان واکسین کړي:

"اوس هم د پکتیکا په کچه د عامه پوهاوي څلور ورځنی کماپین پیل شوی او هغه ماشومان به هم ولټول او پیدا شي، چې له واکسینو پاتې وي."

په افغانستان کې د یونیسف اداره وایي، برمل یې د خاص نظر لاندې نیولي او هغې سیمې ته اوس دوی لاسرسی لري.

پولیو ناروغي لا هم د نړۍ په کچه څلورو هېوادونو پاکستان افغانستان او نایجریا کې شته او ماشومان ترې کړیږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب