د هلمند جګړې د جګپوړو چارواکو پښې دغه ولایت ته وڅکولې

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي عبدالله له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د پسرلي په رانژدې کېدو سره هلمند کې د طالبانو د ډېرېدونکې جګړې مخه ونیسي.

د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ له څو ورځو راهیسې پیل شوې جګړه سخته شوې ده، چې د کابل ځینې جګپوړي چارواکي یې له نژدې د وضعیت ارزولو په پلمه هلمند ته سفر ته اړایستلي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ (سلواغه ۱۲مه) له نژدې د هلمند د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره مرکز لښکرګاه ته تللی دی.

د اجراییه ریاست له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي عبدالله د هلمند له ځايي چارواکو کتلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره به لازم ګامونه واخلي.

هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

''۳۰۰ امریکايي پوځیان هلمند ته ځي''

ښاغلي عبدالله له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د پسرلي په رانژدې کېدو سره هلمند کې د طالبانو د ډېرېدونکې جګړې مخه ونیسي.

د هلمند له ولایته هم خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د تېرو ورځو جګړو کې د طالبانو لږترلږه ۱۹ غړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، دغه کسان په سنګین ولسوالۍ کې وژل شوي.

د انځور حقوق AFP

افغان کومانډو ځواکونه سنګین ته رسېدلي او دا مهال ددغې ولسوالۍ بشپړ کنټرول لري.

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند له ځآيي چارواحکو سره وېډیويي کنفرانس کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت ته به یو جګپوړی حکومتي پلاوی سفر وکړي.

بل خوا، وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د سنګین ولسوالۍ د ګڼو پوستو نیولو ادعا کړې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په هلمند ولايت کې پرله پسې د خپلو سرتېرو اکمالات کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب