افغانستان کې د مېندوارو ښځو مړینه نږدې "درې چنده" ډېره ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان مېرمنو د روغتیايي وضعت په هکله نوی رپوټ په راتلونکو دوو اونیو کې خپرېږي.ر

د افغانستان د وګړو او روغتیا د ارزونې تازه رپوټ به تر دوو راتلونکو اونیو خپور شي، خو ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلې، په دې رپوټ کې جوته شوې چې د زېږون پرمهال د مېرمنو د مړینې کچه تر هغو شمېرو "لوړه" ده چې مخکې ور کول کېدې.

په ۲۰۱۰ کال د افغان حکومت ارزونې ښودل چې که پخوا د ماشوم راوړلو پر مهال په هرو یو لک مېرمنو کې ۱۶۰۰ میندې مړې کېدلې خو اوس دا شمېر ۳۲۷ مېرمنو ته ټیټ شوی دی.

* افغانستان کې د شکرې ناروغي

* د پروستات سرطان درملنې نوې لارې

خو په نوي رپوټ کې راغلي چې په هرو یو لک یا سل زرو افغان مېندوارو مېرمنو کې د زېږون ور کولو پر مهال له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې ښځې مري.

د ملګرو ملتونو او افغان حکومت دا رپوټ د امریکا په مالي مرسته چمتو او راتلونکو دوو اونیو کې به خپور شي.

حکومت د مېندوارو مېرمنو د مړینې کمېدل مهمه لاسته راوړنه بلله

د انځور حقوق .
Image caption ډېر اولادونه راوړل او د مېندوارۍ ترمنځ ځنډ نه کول هم د میندو د مړه کېدلو لوی لامل بلل کېږي.ر

افغان حکومت د زېږون پرمهال د میندوارو مېرمنو او نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه کمېدل، د بیان ازادۍ او ښوونیز وضعیت د ښه والي ترڅنګ د مهمو لاسته راوړنو د بېلګې په ډول یادول.

نړیوالې ټولنې هم تل دغه لاسته راوړنې د خپل شتوالي د سپیناوي او مالیه ور کوونکو د مرستو د په ځای لګېدو لپاره یادې کړې دي.

خو مرستندویه ادارې چې په افغانستان کې د مور ماشوم د روغتیا د ښه والي لپاره کار کوي، اندېښنه ښيي چې په دې برخه کې ناسم رپوټونه ممکن د روغتیا برخې ته د مرستندویه هېوادونو پام کم کړي.

ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي، تازه ارزونې ښيي، چې په افغانستان کې د ټولیزې روغتیا برخه ډېرې ستونزې لري او سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د مېرمنو د روغتیا د ښه والي لپاره هڅې شوې، خو لا هم له هغه ډېرې میندې د زېږون ور کولو پر مهال مري چې پخوا د افغان دولت په رسمي رپوټونو کې راتلل.

له روغتیا برخې سره د امریکا ۲۲۸ میلیون ډالري مرسته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېندوارو مېرمنو د مړینې کچه کمېدل افغان حکومت او نړیوالې ټولنه خپله مهمه لاسته راوړنه بلله.

په وروستیو کې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي هم په یوه رپوټ کې وویل، چې ناکره معلوماتو د دغه هېواد د پرمختیا پروګرامونو پر اغېز سیوری غوړولی دی.

د سیګار په رپوټ کې راغلي و چې د امریکا نړیوالې پرمختیا ادارې یا یوسېډ د افغانستان روغتیا برخې ته د ۲۰۱۳ کال له جون د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې نږدې ۲۲۸ میلیون ډالر ور کړي چې د مېرمنو ژغورل یې مهمه برخه جوړوي.

* هغه کوترې او مږې چې ناروغي پېژندلای شي

* د سرطان ناروغي په نړیواله کچه څومره پراخه ده؟

سره له دې چې په افغانستان کې د درملنې نږدې ۲۵۰۰ مرکزونه شته او روغتیايي خدمتونو ته له ۸۰ سلنې د ډېرو افغانانو لاس رسېږي، خو د دغو خدمتونو پر څرنګوالي نیوکه کېږي او د روغتیا ګراف هم ټیټ دی.

د روغتیا پالو په ګډون د متخصصو کارکوونکو کمښت، په لرې پرتو سیمو کې د دې کارکوونکو ګومارل، په ولایتونو کې ناامنۍ او دودونه د افغان مېرمنو د ډېرې مړینې دلیلونه بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لرې پرتو سیمو ته د ښځینه روغتیاپالو نه تګ او کمښت هم د مېرمنو د مړینې یو لوی لامل بلل کېږي.

د افغانستان د ورغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي تازه ارزونه نه ردوي او نه یې تاییدوي، خو وايي، د رسمي رپوټ خپرېدلو ته به منتظر وي چې ټاکل شوې دوه اونۍ وروسته خپور شي.

د انځور حقوق .
Image caption لرې پرتو سیمو ته د

اړونده مطالب

ورته مطالب