زرینه: مېړه مې وویل غوږونه دې پرې کوم چې بیا واده ونه کړای شې

زرینه روغتون کې د درملنې په حال کې
Image caption زرینه اوس روغتون کې ده او روغتیايي حالت یې اندېښمنونکی نه دی

یوې ۲۳ کلنې افغان مېرمنې بي بي سي ته حال ویلی، چې څنګه خپل مېړه بلخ ولایت کې وتړله او دواړه غوږونه یې ورپرې کړل. اوس د زرینې درملنه کېږي، خو ټپي حالت کې لا هم روغتون کې بستري ده.

هغه وايي: ''هېڅ ګناه مې نه وه کړې، نه پوهېږم ولې مې مېړه داسې راسره وکړل. ''

زرینه وایي، د شپې ۹:۳۰ بجې وې چې مېړه یې د دې لاس او پښې وروتړل، څم یې لوله او غوږ او وېښتان یې ورپرې کړل.

کشینده سیمه کې پولیسو ځايي رسنیو ته ویلي، د زرینې مېړه له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

زرینې ته یې مېړه د غوږونو پرې کولو پر مهال ویلي چې دا کار ځکه کوي چې بیا واده ونه کړی شي.

د فرخندې د وژنې دوسيه بيا څېړل کېږي

د فرخندې د وژنې حقیقت په اړه راپور ولسمشر ته سپارل شوی

''له افغان ښځو سره زور زیاتی د اندېښنې وړ دی''

د نوموړې په خبره ۱۳ کلنۍ کې یې واده شوی او له مېړه سره یې اړیکي ښه نه و. زرینه ادعا کوي، چې مېړه یې د خپل مور پلار لیدو ته نه پرېښووه او وايي نه غواړي نوره د هغه د مېرمنې په توګه ژوند وکړي.

Image caption زرینه وايي، نه غواړي له اوسني مېړه سره نور ګډ ژوند وکړي

زرینه وايي درې کاله وړاندې یوه اونۍ وروسته له واده یې مېړه ایران ته ولاړ او په هغې مودې کې چې بهر و د دې لګښت یې هم نه ورکاوه.

هغه وايي مېړه یې شکمن انسان دی او دا چې کله هم پلارګنۍ ته ځي، نوموړی پرې له پردو سړیو سره د لیدو، کتو تور پورې کوي.

د دې مېرمن په وینا له دوو میاشتو راپدېخوا چې مېړه یې له ایرانه راغلی، دې ته یې څو څو وارې ویلي چې یا ځان ووژني، یا له کوره وتښتي او یا به یې هم ووژني.

د زرینې پلار مړ دی او مور یې هم معلوله ده چې آن تر روغتونه هم نشي تللی.

افغانستان کې له دې مخکې هم له ښځو سره کورونو کې د زور زیاتي ورته پېښې شوې دي.

د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې مېرمنې ریزه ګل پزه پرې کړې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ریزه ګل پزې پرې کېدو پراخ غبرګونونه پارولي وو
  • د ۲۰۱۵ دسمبر کې غور ولایت کې یوه مېرمن د زنا په تور سنګسار شوې وه.
  • د ۲۰۱۵ کال مارچ کې پلازمېنه کې ګڼو کسانو فرخنده د هغه دروغ تور له کبله په وهلو ډبولو ووژله او مړي ته یې اور ورته کړ، چې ګواکې قران کریم یې سوځولی و.
  • د ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې مرکزي دایکنډي ولایت کې یوه مېړه د خپلې مېرمنې پزې یوه برخه پرې کړه.
  • ۲۰۱۰ کال کې یوه سړي د خپلې عایشه نومې مېرمنې پزه او غوږونه له دې کبله پرې کړي وو، چې وايي، له کوره تښتېدلې وه.

له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي لړ کې افغان حکومت د قوانینو جوړولو پرلپسې هڅې کوي، خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی و نه توانید یا یې نه غوښتل دې لړ کې د ملي شورا له دواړو جرګو تصویب شوی قانوني مسوده لاسلیک کړي.

۲۰۱۴ کال کې نوموړي د بېلګې په توګه په مسودې کې د بدلون امر وکړ، چې د منتقدینو په خبره له کبله به یې د زور زیاتي له ښکار کسانو سره انصاف په ناوړه توګه اغېزمن شي.

اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني هم نه دی توانېدلی هغه مسوده ومني، چې نومبر کې ولسي جرګې او دسمبر کې مشرانو جرګې تایید کړې ده او هدف یې دا دی، چې ښځې او ماشومان له زور، زیاتي او ځورول کېدو وژغورل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب