'افغانستان کې د سېلوګانو جوړولو او بیا رغونې چاره پيلېږي'

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان کرنې وزارت وايي، د سیلوګانو جوړولو او دغې چارې د پراختیا لپاره یې چارې پیل کړې.

د چارواکو په وینا د ۲۰۱۷ کال په نیمايي کې به د سیلوګانو عصري کولو، بنسټیزو چارو او بیا رغونې په موخه له نړیوال بانک سره تړون لاسلیک شي.

دوی وايي په دې کار سره به هېواد ته د اوړو واردول لږ او د کار زمینې ډېرې شي.

دا وروستیو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو له لوړېدو سره سره کروندګر او په دغې برخې کې بوخت کسان شکایت کوي چې د لازمو زېرمو نه شتون له کبله د دوی محصولات تر ډېره له منځه ځي.

له همدې کبله د افغانستان د کرنې وزارت وايي، هڅې کوي چې د سیلوګانو د بیارغولو او جوړولو او زېرمو د پراختیا چارې ګړندۍ کړي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وايي، د سیلوګانو د جوړولو او بیارغونې لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي او په نژدې راتلونکې کې به په دې تړاو له نړیوال بانک سره یو تړون هم لاسلیک شي.

''په نړیوال معیار د برابرو سیلوګانو جوړولو پر سیستم کار روان دی. د لومړنیو ګامونو اوچتولو لپاره موږ د دریو میلیونو ډالرو لومړنۍ ژمنه ترلاسه کړې، چې انشاالله د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي به یې یې تړون لاسلیک شي. د دې تر څنګ موږ د سیلوګانو د پرمختللي سیستم رامنځته کولو لپاره او د منظم مدیریت لپاره یې هم هڅې کوو. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

ښاغلی ضمیر وايي د سیلوګانو جوړولو په چارو کې خصوصي سکتور ته هم د کار لازمې زمینې شته او له هغوی یې وغوښتل چې په دې اړه خپلې طرحې ورته وړاندې کړي:

د کرنې وزارت وايي هېواد ته د اوړو پر ځای د غنمو زیات وارېدلو سره به د کار ډېرې زمینې هم برابرې شي.

افغانستان چې په وچه ایسار هېواد دی، جغرافیايي موقعیت ته په کتنې سره یې د خوراکي توکو زېرمو ته اړتیا ډېره لیدله کېږي.