'فاریاب کې د یوې کورنې اته پولیس وژل شوي دي'

. د انځور حقوق .
Image caption .

د افغانستان شمال کې اته پولیس په ډزو وژل شوي دي، چې ویل کېږي ټول د یوې کورنۍ غړي دي. چارواکي وايي دغو پولیسو ته د فاریاب ولایت یوه پوسته کې مخکې نشه ورکړل شوې او وروسته وژل شوي دي.

ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې د پولیسو وژونکی د دوی یو ملګري دی، چې طالبانو سره ملګری شوی و او یو بل بیا وايي، چې وژونکی یو وسله وال طالب و، چې تسلیم شوی و.

"فاریاب کې ۱۴ طالبان وژل شوي"

"فاریاب کې د طالبانو یو قومندان درېیو ملګرو سره وژل شوی"

ویل کېږي وژل شویو کې یو پلار، دوه زامن، دوه زومان یې او درې ورېرونه یې شامل دي. تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې، خو د فاریاب پولیسو یوه ویاند اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ' بریدګر بېرته طالبانو ته رسېدلی دی. '

عبدالکریم یوریش اي ایف پي ته ویلي، وژل شویو کې څلور دعامه نظم پولیس وو او څلور نور کومکي وو.

نوموړی وايي:

''المار ولسوالۍ کې د دغو پولیسو یوه ملګري مخکې دوی نشه کړي او وروسته یې پرې ډزې کړې دي. ''

ولسوال صالح صالح هم منلې، چې ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي وو.

سپتمبر کې کندوز کې یوه ورته پېښه کې هغه مهال دوه کسان وژل شوي وو، چې دوو افغان پولیسو پر خپلو ویده همکارانو ډزې کړې وې.

روانه اونۍ د یوه امریکايي چارواکي رپوټ کې ویل شوي، چې د وړم کال پرتله تېر کال د وژل شویو افغان پولیسو شمېر یو په درې زیات شوی دی.

ورته مطالب