ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ واېست

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ګلبدين حکمتيار لګېدلي بنديزونه لرې کړي

د ملګرو ملتو امنیت شورا د "اسلامي دولت" او "القاعده" د بندیزونو له نوملړه د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم و اېست.

امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې دا پرېکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې امنیت شورا د جمعې په ورځ د اړوند پرېکړه لیکونو په تعقیبولو سره د القاعده، داعش او نورو اړوندو ډلو له نوملړه د ښاغلي حکمتیار نوم اېستلی دی.

د حکمتیار ژوند (وېډیو)

د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

حکمتیار او غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د تېر سپټمبر په وروستیو کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

ښاغلی حکمتیار پر ۲۰۰۳ کال د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ کې حساب شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د م.م د بنديزونو له نوملړه د حکمتيار نوم ايستل به څه اغېز ولري؟

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې اوسي.

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت له اسلامي ګوند سره د سولې تړون پر مهال ژمنه کړې وه چې د ښاغلي حکمتیار نوم به د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ اېستل کېږي.

افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لارې د تېر ډیسمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه وکړه.

* په افغان جهاد کې د پیر ګیلاني "کم" خو سوله کې ډېر رول

* "حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

له تور نوملړ د ګلبدین حکمتیار نوم په داسې مهال اېستل کېږي چې په وروستیو کې یې پلویان وايي، نوموړی به ډېر ژر کابل ته راشي.

څو ورځې مخکې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د اسلامي گوند سرمرکچي امين کريم ويلي گلبدين حکمتيار به په څو اونيو کې بېرته افغانستان ته ستون شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار د ویډیو کانفرنس له لارې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ورځپاڼې په وينا دا گام به افغانستان سياست بدل او د طالبانو په وړاندې پراخه جگړه پېچلې کړي.

دې ورځپاڼې د سولې انسټيټيوت مرستيال مشر "اندريو وايلډر" په وينا ليکلي وو، چې بيا راژوندى شوى اسلامي ګوند د ٢٠١٩ م کال په ټاکنو کې په يوه مهم لوبغاړي بدلېدى شي.

* عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده

* واشګټن پوسټ: 'ګلبدین حکمتیار به څو اونیو کې افغانستان ته ستون شي'

خو د نوموړي له راتګ سره ځینې خلک مخالفت هم کوي او له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې تړون د لاسلیکېدلو پر مهال په کابل کې د دې تړون ضد مظاهرې هم وشوې.

ورته مطالب