افغانستان کې د حقوقي ستونزو په اړه د مشورې وړیا مرکز پرانیستل شو

Image caption د مرکز مشر محمد تمیم حیدري وایي هغه کسان چې دې مرکز سره اړیکه نیسي، نوم به یې له دوی سره خوندي وي

د افغانستان عدلیې وزارت نن د ټیلیفون له لارې د مشورو هغه مرکز پرانیست چې خلکو ته د کورنۍ، مدني، جزایي او نورو حقوقي ستونزو په اړه وړیا مشورې ورکوي. دغه مرکز چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی، حقوقي مشوره ورکوونکي د ۱۸۸ شمېرې له لارې خلکو ته مشوره ورکوي.

د عدلیې وزارت له خوا د دې وزارت په ودانۍ کې د ټیلفیون له لارې د حقوقي مشورو جوړ شوی مرکز نن د عدلیې او قضایي چارواکو له خوا پرانیستل شو.

د ټیلیفون په مټ د حقوقي مرکز د جوړېدو چارې شاوخوا یوکال وړاندې پیل شوې وې.

افغانستان کې د وړیا مشورو دفترونه

ننګرهار کې اسلامي مرکز پرانیستل شو

۲۴ کلنه محدثه پرواني په دې مرکز کې خلکو ته د ټیلیفون له لارې حقوقي مشورې ورکوي:

"په دې کې به موږ مدني ،کورنۍ،جزایي او نورو هغو حقوقي ستونزو په اړه خلکو ته مشوره ورکو چې دوې پکې ستونزه لري."

دې مرکز کې د حقوقي ستونزو په اړه د مشورو ترڅنګ، د هغو کسانو شکایتونه هم ثبتېږي چې په مرکز او ولایاتو کې له عدلي ادارو شکایت لري او هغوی چې حقوقي دعوا لري لارښوونه ورته کېږي چې کومې ادارې ته مراجعه وکړي.

د مرکز مشر محمد تمیم حیدري وایي هغه کسان چې دې مرکز سره اړیکه نیسي، نوم به یې له دوی سره خوندي وي:

"د افغانستان ټول خلک کولی شي دې مرکز ته زنګ ووهي موږ بې پلوه مشوره ورکو د دوې نوم او ادرس به خوندي وي .زموږ هدف په ټولنه کې د عدالت پلي کول دي."

"د افغانو ښځو د حقونو حالت مخ په خرابېدو دى"

دا مرکز چې د نړیوال بانک په مرسته جوړ شوی او تر دې دمه پرې شاوخوا ۲۲ زره ډالره لګښت راغلی، په رسمي ورځو به د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو خلکو ته مشورې ورکوي.

د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي وایي، د دې مرکز د پایښت لپاره باید کورنۍ او نړیوالې مرستندویه ادارې خپلې مرستې ونه سپموي.

Image caption د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي (منځ کې) وایي، د دې مرکز د پایښت لپاره باید کورنۍ او نړیوالې مرستندویه ادارې خپلې مرستې ونه سپموي.
Image caption ۲۴ کلنه محدثه پرواني په دې مرکز کې خلکو ته د ټیلیفون له لارې حقوقي مشورې ورکوي

"زما اندیښنه دا ده دا چې دا مرکز مهم دی باید له منځه لاړ نشي لا پسې خپل کار پراخ کړي زه له نړیوالې ټولنې له کورنیو او بهرنیو مرستندویه ټولنو غواړم دې مرکز سره مرسته وکړې."

ښاغلی هاشمي وایي، دا چې د افغانستان ډېری خلک نالوستي دي او له خپلو حقونو ناخبره دي، دا مرکز د خلکو عامه پوهاوی لوړولی او تر ډېره خپلې ستونزې له حقوقي لارو حل کولای شي. عدلیې وزارت وایي د نورو عدلیي او قضایي ادارو په مرسته یې له بېلابېلو لارو په حقوقي برخو کې د عامه پوهاوي د لوړېدو کمپاینونه پیل کړي او دغه د پوهاوي دا کمپیانونه به پراخوي.

اړونده مطالب