واورې ښوییدنې په بدخشان کې ۱۸ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مختلفو سیمو کې لارې د تګ راتګ په مخ بندې دي.

په بدخشان کې پېښو ته د رسېدلو ادارې وزارت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې تر یو نیم متر واوره ورېدلې، چې له امله یې په ځینو سیمو کې رژون یا برف کوچ رامنځ ته شوی دی.

په بدخشان کې د دې ادارې مشر سید عبدالله همایون وايي، په مایمۍ او یاوال ولسوالیو کې واورې ښویېدلو اتلس کسان وژلي دي.

د نوموړي په خبره، د تېرې شپې یوه بجه په مایمۍ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدلو له امله د یوې کورنۍ لس کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان دي او ۲۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

"په یاوه ولسوالۍ کې هم ۸ هغه ناروغان مړه شوي چې د واورې له امله لار بنده او روغتون ته ژر رسول شوي نه دي. وضعیت ښه نه دی، ۲۵ کورونه چې مایمۍ ولسوالۍ کې وران شوي، استوګن یې په تش ډاګ پاتې دي. د لویو کلیو لارې بندې دي، اسمان چې شین شي په چورلکو کې دوی ته درمل او نورې مرستې رسوو او غواړو خوندي سیمو ته یې ولېږدو".

* هرات کې واوره وشوه

* افغانستان: د واورو او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

سالنګ لویه لار چې د افغانستان شمال له مرکز او سوېل سره نښلوي له پنجشنبې راهیسې د موټرو پر مخ تړلې ده.

ویل کېږي په دې سیمه کې تر یو نیم متر واوره شوې او د سالنګ د څارنې او ساتنې مشر جنرال رجب وايي، له تېرې شپې راهیسې پر دغه لار ۲۰ ځلې واوره ښوېېدلې، خو دا چې څوک پر دغه لار نه وو، نو د سر او مال زیان نه لري.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې پخپله د واورې په ښوویولو سره د دې لارې پاکولو ته زمینه برابروي:

"په کومو سیمو کې چې واوره ښویېدلې نه ده او وېره شته چې وښویېږي، ځکه زموږ د کارکوونکو او واوارې پاکوونکو موټرو فعالیت پکې ناشونی دی، خو هڅه کوو چې د توپونو په ډزو سره واورې وښویوو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ورځنۍ واورې د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

نژدې درې کیلومتره اوږد سالنګ تونل له سمندر ۳۹۵۰ متره لوړ د هندوکش غرونو د لړۍ په منځنۍ برخه کې پروت دی.

په ورته مهال رپوټونه وايي، چې د واورې له امله د بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، نورستان، پنجشېر، کاپیسا او پروان د ولسوالیو له مرکزونو ځینې کلیو ته تللې لارې بندې شوې دي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني وايي، حاجي ګګ کوتل اوس هم بند دی او هلته د واورې پاکولو هڅې روانې دي: "د پولیسو اووه رېنجرز چې له جلرېز کابل ته راتلل او د څو مساپرو موټر هلته بند پاتې دي، خو سبا به د هوا په ښه کېدلو سره دا لار پرانیستل شي. د دایکندي په ګورګې کې هم څو لارۍ بندې پاتې دي، خو ستونزه ځکه نه لري چې هلته هوټلونه شته".

* سالنګ کې د سږ کال لومړنۍ واوره وشوه

* روسیه کې د واورې زرګونو ګولیو خلک حیران کړي

له بلي خوا په هرات او غور کې ځايي چارواکي وايي، چې د دو ماشومانو په ګډون څلور کسان سړی هوا وژلی دی او ځینې سیمو سره اړیکه پرې شوې ده.

د افغانستان د ټولګټو او کلیو پرمختیا وزارتونه وايي، چې د وسایلو او خلکو په مټ هڅه کوي دا لارې له واورې پاکې او د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې واوره هر کال ټرانسپورټ له ستونزو سره مخ کوي او ان کله کله ډېره مرګ ژوبله هم اړوي.

څو ورځې مخکې پېښو ته د رسېدګي چارو وزارت وویل، چې په پنځلسو ولایتونو کې سخت ورښت ۲۱ افغان وژلي او ۱۵ نور یې ټپاین کړي او ۲۱ کورونه یې وران کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption واورې او ورښت د بې ځایه او ستنو شویو ستونزې هم ډېرې کړې دي.