د بشري حقونو سازمان د بندیزونو له نوملړه د ګلبدین نوم لرې کول خواشینوونکې بللی

تړون د انځور حقوق Getty Images
Image caption حزب اسلامي د نورو جهادي ګوندونو پرتله ټینګ ګوندي جوړښت درلود، خو په وروستیو کې پر ځینو څانګو ووېشل شو.

د افغانستان په برخه کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان مشرې څېړونکې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د بندیزونو له نوملړه د ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کول خواشینوونکې بللې.

مېرمن پېټرېشیا ګراسمن ویلې له بده مرغه دغه ګام په افغانستان کې د معافیت د کلتور وروستۍ بېلګه ده.

''په خواشینۍ سره وایم، په افغانستان کې چې له بشري حقونو د سرغړونې او جنګي جرمونو پر وړاندې کوم عمومي چلند کېږي، دا یې یوه برخه ده. په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې معافیت کلتور دود و، او دا ګام پر همدې کلتور د تایید مهر لګوي. په جنګي جرمونو تورن یو بدنومي کس ته په راستنېدو هرکلی ویل کېږي او هېڅوک د هغه لوی زیان په اړه فکر نه کوي چې دې کس په نوییمه لسیزه کې اړولی. ''

ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ واېست

عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده

'ګلبدین حکمتیار به څو اونیو کې افغانستان ته ستون شي'

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې جمعې پر ورځ د افغان دولت د غوښتنې له مخې د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حکمتیار نوم د بندیزونو له نوملړه لرې کړ.

افغان دولت دغه غوښتنه کړې وه او دا هغه غوښتنه وه چې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوې هوکړې یوه مهمه برخه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حزب اسلامي لوی مرکچې انجینر امین کریم وویل په شاوخوا درې اونیو کې به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي

په کابل کې د افغان دولت او حزب اسلامي یوه ګډ پلاوي په خبري غونډه کې ددغه پرمختګ هرکلی وکړ.

په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک وویل، له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې نورې برخې به هم پلي کېږي. په دې لړ کې د حزب اسلامي اړونده زندانیانو دوسیې هم بیا کتل کېږي.

کابل ته د حکمتیار راتګ

د حزب اسلامي لوی مرکچې انجینر امین کریم وویل په شاوخوا درې اونیو کې به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او له هوکړې سره سم به یې په ځانګړو تشریفاتي مراسمو کې هر کلی کېږي.

د یادولو ده چې په کابل کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګي برندي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه د ښاغلي حکمتیار د نوم د لرې کولو هرکلی کړی دی.

هغه ویلي دغه ګام د سولې په برخه کې مرسته کولی شي.

د طالبانو له سقوط وروسته تر اوسه د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو د ځای ځایګي څرک نه لګېږي، امریکا د حکمتیار پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

حزب اسلامي د نورو جهادي ګوندونو پرتله ټینګ ګوندي جوړښت درلود، خو په وروستیو کې پر ځینو څانګو ووېشل شو.

د حزب اسلامي ګوند په ښکاره کابل کې فعالیت کوي او دفتر لري، د افغانستان ۱۳۸۸ کال ټاکنو کې د حزب اسلامي ګوند دغې څانګې د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ.