سختې واورې افغانستان کې لسګونه کسان وژلي
سختې واورې افغانستان کې لسګونه کسان وژلي
د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ډېرې واورې اورېدو او ښووېدو نژدې ۱۰۰ کسان وژلي.
افغان چارواکي وايي د وژل شویو شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي.
تر ټولو بد ځپل شوي ولایتونه نورستان، پروان او بدخشان دي.
د هېواد په ډېرو برخو کې لویې لارې تړلي دي. کابل کې هوايي ډګر هم بند دی.
د ډېرې واورې له لاسه نن چارواکي اړ شول چې رخصتي اعلان کړي. آریا احمدزۍ له کابله نور حال لري.